د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جولان سیمه د اسرایلو ملکیت ومانه


د امریکا حکومت داسې وخت دا پریکړه کړیده چې د اسرایلو صدراعظم نتن یاهو واشنگټن کې دې
د امریکا حکومت داسې وخت دا پریکړه کړیده چې د اسرایلو صدراعظم نتن یاهو واشنگټن کې دې

د امریکا حکومت د جولان سیمه چې اسرایلو په ١٩٦٧کال کې د سوریې نه نیولې ده، د اسرایلو ملکیت ومانه

د امریکا حکومت داسې وخت دا پریکړه کړیده چې د اسرایلو صدراعظم نتن یاهو واشنگټن کې دې. د ولسمشر ټرمپ دغه پریکړه د امریکا د پخوانی تگلارې برعکس ده او د لوی بدلون گڼل کیږي.

داسې ویل کیږي چې د امریکا د حکومت دغه پریکړه به د بنجمن نتن یاهو په راتلونکې انتخاباتو کې د یوځلې بیا منتخب کیدو سره مرسته وکړي

سرایلو په کال ١٩٦٧ کې په منځني ختیځ کې د جنگ دوران دغه سیمه د سوریې نه نیولې وه او په ١٩٨١ کال کې یې د اسرایلو برخه اعلان کړې وه خو نړیوال تر اوسه د جولان غونډۍ د اسرایلو ملکیت نه مني.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر لیکې و: " د ٥٢ کلونو د تیریدو نه وروسته امریکا ته اوس پکار ده چې د جولان په سیمه د اسرایلو ملکیت ومني. دغه سیمه د اسرایلو د امنیت لپاره او په ستراتیجیکه توگه ډیره مهمه ده."

اروپایي ټولنې د ولسمشر ټرمپ د څرگندونو نه وروسته یعنی د جمعې په ورځ (مارچ ٢٢) د جولان غونډۍ یوه "اشغال شوې سیمه" وگڼله او وویل چې د اروپایي اتحادیې موقف پدې هکله ندی بدل شوی.

د اروپایي اتحادیې ویاند ټینگار وکړ چې نړیوالو قوانینو ته په پاملرنې د جولان پر لوړو د اسرائیل د حاکمیت ادعا په رسمیت نه پیژني.

XS
SM
MD
LG