د لاس رسي وړ اتصالات

دسپېنې ماڼۍ قانوني جنجالونه او اندېښنې


ولسمشر ډانلډ ټرمپ په لویدیځه وېرجنیا کې له خبرونه وروسته له خپلو پلویانو سره؛ اگست، ٢١ مه ٢٠١٨ کال
ولسمشر ډانلډ ټرمپ په لویدیځه وېرجنیا کې له خبرونه وروسته له خپلو پلویانو سره؛ اگست، ٢١ مه ٢٠١٨ کال

مایکل کوهین دوو ښځو ته د هغوی د چوپه خوله پاتی کیدلو لپاره پېسی ورکړې وې. سپینه ماڼۍ د چارشبنی په ورځ پردې موضوع لاهم په دفاعی حالت کې وه.

ددې قانوني قضیو په تړاو د عمومي اندېښنی او بحثونو په لړ کې یوه د بحث وړ خبره چی ډیر تحلیل گران او قانون پوهان پرې خبرې کوی داده چی ایا ولسمشر به پال مانا فور ت وبښي که نه او که وې بښي

پرده او جمهوری گوندی به ېې په راتلونکیو انتخاباتو کې اغېزې څه وي.

ددې مسئلې اهمیت په دې کې دی چې که څه هم پال مانا فورت اوس محکوم شوی مجرم دی، خو ولسمشر ېې سره له دې هم ستاینه وکړله.

سپینه ماڼۍ او قانوني جنجالونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

د مایکل کوهین په محکومیت کې ستره خبره داده چې هغه وايی دولسمشر په امریی چې هغه وخت کاندید و له انتخاباتونه لږ مخکی دوو ښځو ته ددې لپاره پېسې ورکړلی چی داوسني ولسمشر کاندیدۍ ته په انتخاباتو کې زیان ونه رسوي.

تحلیلگران وايي دموکراتان به د فساد ددې پېښونه په انتخاباتو کې په خپله گټه کار واخلي. پرون په سپینه ماڼۍ کې ویاندې ساره هکبي سنډرز د ولسمشر ملاتړ وکړ چې کوم وران کارېې ندی کړی.

ساره هکبي سنډرز دسپینې ماڼۍ ویانده وايي: لکه څنگه چې ولسمشر په ډېرو مواردو کې ویلي دي؛ هغه هېڅ وران کارندی کړی. په دې کې دهغه خلاف هېڅ تورونه نه دي لگول شوي. داچې مایکل کوهین د روغې جوړې غوښتنه کړېده دا ددې معنی نلري چی ولسمشرباندې په کومه مسله کې تورلگول شویدی.

د سه شنبی په ورځ په محکمه کې کوهېن وویل هغه وخت ېې چی له انتخاباتو نه لنډه موده مخکې، دوو ښځو ته ددې لپاره پېسې ورکولې چی چوپه خوله پاتې شي، د جمهوری ریاست لپاره کاندید ډانلډ ټرمپ له اوامروسره ېې سم کار کاوه.

د مایکل کوهېن وکیل لاني ډیوېس وویل دده موکل د روسېې د تحیقیقاتو په اړه چی خاص مفتش رابرت مولرېی کوي، ښايي معلومات ولري.

لاني ډیوېس د کوهین قانوني وکیل وايي: دازما نظر دی هغه څه چې هغه لیدلي دي، هغه به خاص مفتش لپاره په زړه پورې وي. دا زما شخصي نظردی، وبه گورو چې څه کېږي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په لویدیځه ویرجینیا کې د انتخاباتي مبارې په یوه غونډه کې پر خبري رسنیو او دروسېې داحتمالی لاسوهنو په ا ړه تحقیقاتو پر بهیر ډیر کلک انتقاد وکړ.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپلو پلویانو ته وویل: جعلي خبرونه او دروسېې په اړه دسیسه دا ډیرښه ترکیب دی. خو پټ سازش چېرته دی؟ تاسې پوهېږۍ هغوی لاتراوسه پورې په سازش پسې لټه کوي.سازش چیرته دی؟

د ولسمشر ټرمپ پلویان لاتراوسه دهغه ملاتړ کوي.

د ټرمپ یوه ملاتړې پاټي بیورز وايي: هغه په هرڅه کې امریکا اول گني؛ پر خپلو وعدو لکه څنگه ېې ویلی وو، وفاکوي، زه په دې باوریم چی هغه به دې کار ته دوام ورکړي."

له بل پلوه دیموکراتان دیته ډیر لیوال دي چی د سناتور چک شومر په مشرۍ پرولسمشرباندې د مایکل کوهېن اوپال مانافورت دقضیوپه تړاو نوي انتقادونه وکړي.

دموکرات مشر چک شومر وویل: داڅه د مردارو اوبوډنډ دی. اوس ترهغه وخت نه ډیر بدتر دی چی ولسمشرټرمپ قدرت ته ورسېد. هغه نه یوازې ډنډ پاک نه کړ بلکه نورې ېې هم ناوړه ا وبدبویه کړ.

تحلیلگران وايی دولسمشرټرمپ پر سپینه ماڼۍ دقانوني جنجالونو وریځې خورې دي. تحلیل گران وايی دا وریځې لا پېسې زېاتیږی. اوولسمشر په څو ډگرونو کې مبارزه کوي.

لاري براون د جورج واشنگټن د پوهنتون یواستاد وايی داسی احساس کېږی چی د خاص مفتش رابت مولر په تحقیقاتو کې دروسېې د احتمالی مداخلی په اړه د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې چټکوالی راغلی دی او د ولسمشر په شاو خواکې د اداری فساد پوښتنی هم د مایکل کوهېن د محکومیت او قانونی معاملی له ا مله رامنځته شوې دي.

یوه بله تحلیلگره جولیا پېس وايی تراوسه لا هم موږنه پوهیږو چی ددې ټولو اغېز ې اومعنی به د ولسمشر ټرمپ د جمهوری ریاست لپاره څه وي؟ ایا جمهوری غوښتونکی اورای ورکوونکی به ترینه په شا ولاړ شي اوکه نه؟ خو دا اوسنی حآلت چی دی ورسره مخامخ دي ډیر جدي حالت دی.

ښايي دنومبرپه انتخاباتو کې دفساد دا قانوني جنجالونه د دموکراتانو په گټه وي.

XS
SM
MD
LG