د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او بایډن په سپینه ماڼۍ کې وکتل


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په سپینې ماڼۍ کې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په سپینې ماڼۍ کې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.

د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د ولسشمر په توګه له انتخابېدو وروسته ډونالډ ټرمپ چهارشنبې نومبر ۱۳ (لړم ۲۳) په تیرو څلورو کلونو کې د لومړي ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته ولاړ ترڅو له تلونکي ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

بایډن ټرمپ ته ددغه عنعنوي لیدنې کتنې بلنه ورکړې وه څو وښيي چې د جنوري په ۲۰مه، د امریکا د ډیموکراسۍ له مخې، واک له تلونکي ولسمشر څخه نوي منتخب ولسمشر ته لیږدول کیږي.

دواړو مشرانو په کتنه کې یو بل ته د نیکو هیلو لرلو یادونه وکړه. بایډن وویل: "زه په هواره د واک لیږد ته سترګې په لار یم چې په همدې ارتباط موږ نن ورځ د ځینو مسایلو په اړه خبرې کوو."

ټرمپ ځواب ورکړ: "ډیره مننه." "سیاست سخت دی او په ډیرو مواردو کې دا نړۍ ښه ځای ندی. دا نن ورځ یوه ښه نړۍ ده او زه د واک د خورا اسانه لیږد ستاینه کوم. دا به هغومره اسانه او هوار وي چې امکان ولري او زه د دې ډیره ستاینه کوم ، جو. له تاسو مننه."

بایډن ځواب ورکړ: "تاسو ښه راغلاست."

لومړۍ میرمن جیل بایډن له خپل مېړه سره یو ځای سپینې ماڼۍ ته د منتخب ولسمشر هرکلی وکړ. سپینې ماڼۍ وویل چې هغې ټرمپ ته هغه لیک ورکړ چې د هغه مېرمنې میلانیا ټرمپ ته یې په لاس لیکلی او دا ژمنه یې پکې کړې چې د واک په لیږد کې به همکاري ورسره کوي.

خو پخوانۍ لومړۍ میرمن له ټرمپ سره د واشنګټن په سفر کې ملتیا نه کوي او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې د ولسمشر په توګه د ټرمپ له لوړې وروسته به سپینې ماڼۍ ته کډه وکړي.

بایډن چې ټرمپ ته په دوهم ځل د ماتې ورکولو لپاره ټاکنو ته ولاړ و، د هغه په وړاندې په یوه مناظره کې د کمزورې کارکردګۍ له کبله له خپلې نوماندۍ تیر شوه او د خپلې مرستیالې کاملا هریس ملاتړ یې اعلان کړ چې د ډیموکرات ګوند د کاندیدې په توګه د ټرمپ په خلاف په ټاکنو کې برخه واخلي.

ټرمپ په ۲۰۲۰ کې خپلې ماتې وروسته بایډن سپینې ماڼۍ ته دعوت نکړ او د هغه کال د جنوري په ۲۰مه د لوړې له مراسمو دوه ساعته وړاندې یې واشنګټن پرېښود.

ټرمپ، چې تراوسه ادعا کوي د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې ورسره درغلي شوې، له ۱۸۶۹ راهیسې لومړنی ولسمشر شو چې د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې یې له ګډون څخه ډډه وکړه.

ټرمپ همدارنګه د استازو د جرګې له جمهوري غوښتونکو غړو سره وکتل. د نومبر پنځمې په ټاکنو کې جهوري غوښتونکو په سنا کې اکثریت ګټلی او تراوسه د استازو په جرګه کې هم وړاندې دي خو د لسګونو څوکیو لپاره لا د ټاکنو وروستۍ پایلې ندي اعلان شوي. ټاکل شوې چې نوی کانګرس د جنوري په درېیمه لوړه وکړي.

ټرمپ په وروستیو ورځو کې په بیړه د خپلې راتلونکې کابینې لپاره داسې جمهوري غوښتونکي نومولي چې په تیرو څلورو کلونو کې یې له هغه څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی. په دې کې د ملي امنیت د سلاکار او دفاع وزیر څوکۍ هم شاملې دي. د پیټ هګسټ په نوم د فاکس تلویزیون یو کارکوونکی او پخوانی پوځي افسر چې په افغانستان او عراق کې یې دنده ترسره کړې ده، د دفاع د وزیر په توګه نومول شوی دی.

د دفاع د وزیر په توګه د هګسټ نومول کېدل د ډیرو له اټکلونو خلاف ده چې ددغه مقام لپاره یې د ځینو پیژندل شویو څېرو د معرفي کېدو اټکل کاوه. هغه د ټرمپ د تګلارو کلک ملاتړی او بهر څخه د امریکايي سرتیرو کور ته د ستنولو پلوي کوله.

ټرمپ د جنوبي ډکوټا والي کریسټي نوم د داخلي امنیت د وزیرې او جان رټکلیف د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سی ای اې) د رئیس په توګه غوره کړي دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د فلوریډا سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په پام کې نیول شوی دی.

دواړه روبیو او نوم څو میاشتې وړاندې د هغو کسانو په لیست کې شامل وو چې ټرمپ یې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د مرستیال ولسمشر په توګه غوره کړي خو هغه یې پر ځای د اوهایو سناتور جې ډي وینس غوره کړ.

ټرمپ همدارنګه د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان مسک او د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو پخوانی کاندید ویویک راماسوامي په راتلونکي حکومت کې د یوې نوې ادارې د مشرتابه لپاره نومولي او په حکومتي ادارو کې د اغیزمنتیا د زیاتولو لګښتونو د کمولو مسئولیت ورسپارل شوی دی.

په نورو کسانو کې ویلیم مکګینلي د سپینې ماڼۍ د مشاور په توګه، په کانګرس کې د فلوریډا وکیل مایکل والټز د ملي امنیت د سلاکار په توګه او د سرحدونو او ګمرکاتو د ادارې پخوانی مرستیال توماس هومن "د سرحدونو تزار" په توګه نومول شوي دي. هومن ته دنده سپارل شوې چې له امریکا څخه د میلیونونو ناقانونه کډوالو د شړلو لپاره د ټرمپ کړې ژمنه پلې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG