د متحدو ایالتونو نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ الیز سټیفانیک په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه انتخاب کړه.
رویټرز خبري اژانس وايي چې ډونالډ ټرمپ نن دوشنبه نومبر ۱۱(لړم۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «زه افتخار کوم چې الیز سټیفانیک انتخابوم چې زما په کابینې کې د ملګرو ملتونو لپاره د متحدو ایالتونو د سفیرې په توګه خدمت وکړي. االیز د امریکا لومړۍ د باور وړ غښتلې، کلکه او ذهینه مبارزه ده.»
الیز سټیفانیک د متحدو ایالتونو د استازو په خونې کې د نیویارک ایالت وکیله او د جمهوریت غوښتونکو د کنفرانس مشره ده. هغه د ډونالډ ټرمپ کلکه پلوۍ ده.
رویټرز خبري اژانس وايی چې الیز سټیفانیک لا په دې اړه تبصره نه ده کړې.
ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نیکې هیلې او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو به د هغه په حکومت کې نه وي.
نیکي هېلې د ډونالډ ټرمپ د حکومت په لومړي دول کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وه. هغې جمهوري ریاست د ټاکنو په لومړیو میاشتو کې کاندیده وه او په ټرمپ باندې یې کلکې نیوکې کولې، خو بیا یې د هغه حمایت اعلان کړ.
ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې د جوړولو لپاره له یو شمېر ممکنه کاندیدانو سره خبرې پیل کړي. په دوی کې مشهور پانګوال سکاټ بیسینټ هم شامل دی، هغه ممکن د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت لپاره په نظر کې ونیول شي.
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه نېټه د متحدو ایالتونو د نوي منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
ټرمپ تېره اونۍ د جمهوري ریاست په ټاکنو کې خپله دیموکراته سیاله کاملا هریس ته ماتې ورکړه او یو ځل بیا د متحدو ایالتونو ولسمشر شو. هغه د امریکا ۴۷م منتخب ولسمشر دی.
فورم \ دبحث خونه