د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د شمالي کوریا په ضد د بیسارې اقدام خبردارې ورکړ


د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې که شمالي کوریا امریکا ته د گواښونو کولو نه ډډه ونکړه نو امریکا به یې په ضد بیساری اقدام وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ شمالي کوریا ته په ډیر سختو الفاظو خبردارې ورکړ چې نور دې امریکا ته گواښونه نه کوي کنه ډیر سخت ځواب به ورته ورکړل شي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې شمالي کوریا ته به داسې ځواب ورکړل شي چې په نړۍ کې به یې بل مثال نه لیدل کیږي.

ولسمشر ټرمپ دغه خبرې په نیو جرسي ایالت کې خبریالانو ته وکړې. ټرمپ د شمالي کوریا په مشر تور ولگاوه چې هغه ډیر پارونکي اقدامات کوي او خپله خبردارې یې تکرار کړ چې ډیر سخت ځواب به ورته ورکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې د شمالي کوریا مشر ته داسې سخت خبردارې ورکوي چې د امریکا د دفاع استخباراتي اداری رپورټ ورکړیدی چې شمالي کوریا یو داسې توغندی جوړ کړیدی چې اتومي کوپړۍ انتقالولی شي.

ځینې کارپوهان په دی باور دي چې شمالي کوریا غواړي چې د نړۍ نهم اتومي قدرتلرونکې ملک شي او داسې ښکارې چې یو څو کلونه وروسته به شمالي کوریا په خپل مقصد کې کامیابه شي.

شمالي کوریا هم په وروستیو کې امریکا ته خبردارې ورکړېدی چې داسې توغندي یې جوړ کړیدي چې د امریکا هر یو گوټ ویشتلی شي.

XS
SM
MD
LG