د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ډیر ژر د شمالي کوریا له مشر سره ګورم


ډانلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د وینا پرمهال
ډانلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د وینا پرمهال

د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د (سپټمبر په ۲۴) د جنوبي کوریا له جمهور رئیس سره د یوه تجارتي قرار داد د لاسلیک پرمهال وویل دی به ډیر ژر د شمالي کوریا له رهبر سره وګوري.

جمهور رئیس ټرمپ د شمالي کوریا او سهیلي کوریا د مشرانو وروستۍ لیدنه وستایله. نوموړي وویل" موږ د شمالي کوریا په اړه هم خبري وکړې، هغه مسله چې د پام وړ پرمختګ پکې شوی. کیم خلاص فکر لري او فوق العاده دی ، زه فکر کوم نوموړی واقعا غواړي یو څه وشي. موږ دا کار کړی او زه فکر کوم دواړه لورو مشترکا شمالي کوریا ته په درناوي ډیر ښه کار کړی دی."

له دې وړاندې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یوه خبریال هغه پوښتنه رده کړه چې ګواکې اوس د متحدو ایالتونو او شمالي کوریا د عالي رتبه مقاماتو لیدنې ته موقع برابره نده. نوموړي وویل دا لیدنه به خورا ارزښتناکه وي.

تر دې وړاندې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته وویل چې دی به د دواړو هیوادونو د مشرانو لیدنې ته د زمینې د برابریدو په موخه ډیر ژر شمالي کوریا ته سفر وکړي.

مایک پمپیو وویل" تاریخ په یاد ولرئ، موږ د لسیزو لپاره بله لار غوره کړه او شمالي کوریا اټومي فعالیتونو ته دوام ورکړ. هڅه مو وکړه چې خبري وکړو، تجارت وکړو او مختلف گامونه واخلو خو هر څه ناکامه شول. اوس دې ته له یوه بل مسیر څخه د رسیدو په حال کې یو."

د شمالي کوریا د رهبر له ادعاو سره سره، داسې باور نشته چې پیونګ یانګ دې د خپلو اټومي فعالیتونو د درولو اقدام کړی وي، پمپیو د دوشنبې په ورځ د خبریالانو په ځواب کې وویل دا به ډیره بده وي، چې د اتومي وسلو د منځه وړلو د پلان له مخکې جمهور رئیس ټرمپ بیا د کیم سره وگوري.

پمپیو ددغو مذاکراتو په اړه جزیات ورنکړل او دا یې ونه ویل چې شمالي کوریا د کوم کار کولو ته چمتو ده. خو نوموړي وویل ولسمشر ټرمپ او کیم جون اون به سره وګوري او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوښتنو سره سم به په چارو کې پرمختګ وکړي او هغه څه چې د شمالي کوریا رهبر یې ژمنه کړې په بشپړ او نه راستنیدونکي ډول د نوموړي هیواد غیر اټومي کول دي.

North Korea
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

XS
SM
MD
LG