د مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر لوړ پوړو دیپلوماتانو په قاهره کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فلسطینیانو هر ډول جبري بې ځایه کول رد کړل.
دا غونډه وروسته له هغې شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ جنوري ۳۰ ټینګار وکړ چې مصر او اردن به د غزې بې ځایه شوي کډوال ومني.
فرانس پرس اژانس راپور ورکړی چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ، فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۳) په یوه ګډه اعلامیه کې د فلسطینانو د "مسلم حق څخه هر ډول سرغړونه" رد کړې ده.
دغو لوړپوړو عربي دیپلوماتانو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی د جوړجاړي، شړلو، د کورونو ویجاړولو، یو ځای کېدو، بې ځایه کېدو، په بل ځای کې د مېشتېدو لپاره د سیمې تخلیې او له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره هڅونې په ګډون ټولې هغه لارې چارې ردوي چې له امله یې فلسطینیان له خپلې خاورې څخه جلا کېږي.
له دې وړاندې په سیمه کې د متحده ایالاتو دوو متحدینو مصر او اردن له فلسطینانو څخه د غزې د تړانګې د پاکولو په اړه د ټرمپ وړاندیز په مکرره توګه رد کړی دی.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د چهارشنبې په ورځ وویل: "له خپلې خاورې څخه د فلسطیني وګړو بې ځایه کول یوه بې عدالتي ده چې موږ پکې برخه نشو اخیستلی".
د اردن باچا دویم عبدالله هم د خپل هېواد په دې دریځ «په خپلې ځمکې کې د فلسطینیانو د پاتې کېدو په اړه د خپل هېواد په دریځ ټېنګار» وکړ.
د فلسطین دوو ډلو حماس او اسلامي جهاد هم دا وړاندیز رد کړی او ویلي چې د فلسطین خلک به دا ډول پلان ونه مني.
د بهرنیو چارو وزیرانو زیاته کړې ده چې دوی "د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د دوو دولتونو د حل لارې په اساس په منځني ختیځ کې د عادلانه او جامع سولې د ترلاسه کولو لپاره کار کولو ته سترګې په لار دي".
د عربي ټولنې عمومي منشي احمد ابوالغیط او د فلسطین د آزادۍ سازمان د اجرایوي کمیټې عمومي منشي حسین الشیخ هم په دې غونډه کې ګډون درلود.
وروسته له هغې چې اسرائیل د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (UNRWA) سره ټولې اړیکې پرې کړې د دې پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یادې ادارې رول مهم، لازمي او نه بدلېدونکی بللي او د له منځه وړلو یا محدودولو لپاره یې هر ډول هڅې په کلکه رد کړې دي.
فورم \ دبحث خونه