د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ورک شوي عرب خبریال په اړه اندېښمن دی


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او ملگرو ملتونو د سعودي عربستان د ژورنالیست جمال خاشقجي د برخلیک په هکله ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده.

جمهور رئیس ټرمپ د دوشنبې په ماښام د سعودي خبریال جمال خاشقجي بې درکه کیدو ته په اشارې وویل "زه پدې هکله اندیښمن یم او د هغې په هکله د خبرونو له اوریدو نه راضي نه یم. هیله من یم چې دغه مسله حل شي، خو اوس څوک پدې هکله نه پوهیږي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي دي چې د سعودي عربستان له حکومت سره د دیپلوماتیکو لارو په تماس کې دی او له دغه هیواد نه یې غوښتي دي چې ددې قضیې په هکله هر اړخیزې پلټنې وکړي او په پوره روڼتیا سره د پلټنو نتیجې خپرې کړي.

پدې ترڅ کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې روینا شمداساني د سه شنبې په ورځ وویل چې ښاغلی خاشقجي ظاهراً په جبري توگه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې بې درکه شوی دی. هغې وویل چې که دننه په قونسلگرۍ کې د ښاغلي خاشقجي د قتل په هکله رپوټونه رښتیا وي دا به یو "ټکلن ورکوونکی" خبر وي.

جمال خاشقجي یو وتلي سعودي خبریال دی چې د امریکا دواشنگټن پوست ورځپاڼې ته یې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په سیاستونو باندې انتقادي مقالې لیکلي دي. هغه تیره اونۍ د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته تللی و.

د ښاغلي خاشقجي بې درکه کیدلو نړیوال غبرگونونه زیږولي دي او ترکي مقاماتو ویلي دي چې ښایي ښاغلی خاشقجي د سعودي عربستان د ولیعهد سره د مخالفت په وجه ددې هیواد په قونسلگرۍ کې وژل شوی وي.

پدې ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د خاشقجي د پیداکولو په هکله د پلټنو په دوام کې به په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلگرۍ ودانۍ ولټوي.

ریاض ویلي دي چې ښاغلي خاشقجي د قونسلگرۍ له ودانۍ وتلی دی، خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د دوشنبې په ورځ وویل چې ریاض باید خپله دغه ادعا ثابته کړي چې ښاغلی خاشقجي له دې قونسلگرۍ نه وتلی دی.

XS
SM
MD
LG