د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جګپوړي چارواکي سعودي کې د روسیې او اوکراین استازو سره ګوري


د متحده ایالاتو یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي شنبه فبروري ۱۵ ( سلواغې ۲۷) ویلي چې ټاکل شوې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت یو لوړ پوړی پلاوی په سعودي عربستان کې د اوکراین او روسیې د استازو سره خبرې اترې وکړي.

د امریکا د حکومت دې چارواکي پدې هکله معلومات ندي ورکړی چې په ملاقات کې به په کومو موضوعاتو خبرې کیږي خو دومره یې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټیف ویټکوف به پدې خبرو کې ګډون وکړي.

لا معلومه نده چې دغه پلاوی به څه وخت سعودي عربستان ته ولاړ شي.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي روبیو د شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګې لاوروف سره په ټیلیفون کې خبرې کړیدي.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې ښاغلي روبیو پدې خبرو کې یو ځل بیا په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د جمهور رئیس ټرمپ ژمنه تکرار کړله او په دوه اړخیزو موضوعاتو د ګډ کار کولو په فرصتونو وغږیدل.

سعودي عربستان ته د متحده ایالاتو دې جګپوړي پلاوي سفر په هکله خبر داسې مهال ورکول کیږي چې سعودي عربستان تیره ورځ وویل چې په اوکراین کې د سولې په اړه د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د غونډې کوربتوب ته تیار دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره د تلیفوني خبرو وروسته په سعودي عربستان کې له هغه سره د کتنې موضوع یاده کړه. ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له پوتین سره "لومړی ملاقات ښايي په سعودي عربستان کې وکړي."

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: "[د سعودي عربستان] سلطنت ددې غونډې کوربتوب ته ښه راغلاست وايي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوامدارې سولې لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروي." په اعلامیه کې ددې غونډې د جوړېدلو په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ "تلیفوني خبرې ستايي" او دا چې دواړه مشران ښايي په سعودي عربستان کې سره وګوري.

د اوکراین او روسیې حکومتونو تر اوسه په سعوي عربستان کې په خبرو کې د ګډون یا نه ګډون په هکله څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې یې په پرله پسې توګه ټینګار کړی و چې پدې هیواد کې د جګړې پای ته رسولو هر ډول خبرو کې باید کیف ګډون ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG