د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: له پوټین سره د اوکراین جګړې د ختمولو په اړه وغږېدم


د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د اوکراین جنګ د پای ته رسولو په تړاو غږېدلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د نیویارک پوسټ په حواله راپور ورکړی چې دا د دواړو مشرانو ترمنځ له ۲۰۲۲ کال راهیسې لومړنۍ مستقیمې خبرې دي.

ټرمپ چې د اوکراین جنګ د پای ته رسولو ژمنه یې کړې وه د لوړې له مراسمو وروسته یې تر اوسه د خپلې دغې ژمنې د عملي‌ کولو لپاره هېڅ اقدام نه و کړی.

ټرمپ تېره اونۍ په خپلو څرګندونو کې د اوکراین جنګ د "وینې حمام" وباله او ویې ویل چې د هغه ټیم په دې برخه کې ځینې "ښه" مذاکرات ترسره کړي دي، خو د دغو مذاکراتو په اړه یې ډېر جزئيات ورنکړل.

سپینې ماڼۍ ونه غوښتل چې له کاري‌ ساعتونو څخه بهر (د یکشنبې په ورځ) په دې اړه پوښتنو ته ځواب ووايي.

د متحده ایالاتو ولسمشر دوه ورځې وړاندې له نیویارک پوسټ سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تر اوسه یې له پوټین سره څو ځل خبرې کړي وویل:‌ "ښه ده چې ویې نه وایم. هغه (پوټین) غواړي چې د خلکو د وژنې ودرولو شاهد اوسي."

ټرمپ دغه راز وویل تل یې له پوټین سره ښې اړیکې درلودې او د جنګ د پای ته رسولو لپاره "پیاوړی پلان" لري. ټرمپ همداشان د جمعې په ورځ وویل چې ښايي راتلونکې اونۍ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د جنګ پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

زیلینسکي له رویټرز سره په خبرو کې وویل چې په جنګ کې د متحده د ملاتړ په بدل کې به دغه هېواد نادره منرالونه ولېږي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د نیویارک پوسټ راپور ته په غبرګون کې د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل "زیاتې اړیکې د ظهور په حال کې دي"چې له مختلفو لارو څخه ترسره کېږي.

خو سره له دې هم هغه وویل ښايي دی له ځینو مسایلو بې‌خبره وي او یا یې په اړه پوه نشي او له همدې امله نشي کولی چې د نیویارک پوسټ راپور رد یا تائيد کړي.

پوټین په ۲۰۲۲ کال کې د کریمیه ټاپو له یوځای کېدو وروسته د روسیې زرګونه سرتېري د "ځانګړو پوځي عملیاتو" لپاره اوکراین ته واستول او ویې ویل چې هلته د روسي ژبو وګړو څخه ساتنه کوي او په ناټو کې د اوکراین د بالقوه غړیتوب په وړاندې مبارزه کوي.

اوکراین او د متحده ایالاتو په مشرۍ غربي ملاتړو یې د روسیې یرغل د ځمکو د غصبولو د امپراتورۍ بڼه بللې او ژمنه یې کړې چې د روسیې ځواکونو ته به ماتې ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG