د لاس رسي وړ اتصالات

د جورج فلوډ مړینه؛ ټرمپ پولیسو کې د اصلاحاتو فرمان لاسلیک کوي


پولیسو کې د اصلاحاتو هلې ځلې له هغه وروسته پیل شوې چې یو تور پوستی امریکایي د پولیسو په توقیف کې مړ شو
پولیسو کې د اصلاحاتو هلې ځلې له هغه وروسته پیل شوې چې یو تور پوستی امریکایي د پولیسو په توقیف کې مړ شو

ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ نن سه شنبه جون ۱۶ (غبرګولي۲۷) یو اجرايي فرمان لاسلیک کړي چې په اساس به یې د پولیسو په لیکو کې ځینې اصلاحات راځي.

د ټرمپ د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي وویل چې د دغه اجرايي فرمان اصلي‌ هدف دا دی چې "په پولیسو نوره پانګونه وشي او ښه اجراات وشي. "

د فرمان له مخې به یوه مسلکي‌او متخصصه ډله جوړیږي چې د تاوتریخوالي د کمولو او ځواک د کارولو په برخو کې پولیس افسران وروزي.

د چارواکو په وینا د ولسمشر ټرمپ اجرایي فرمان په اساس به یو "ځواب ویوونکی خدمتي سیستم" جوړیږي چې د نشه یي توکو، رواني‌ ناروغیو او داسې نورو غیرتشددي پېښو کې به پولیس له ټولنو سره ګډ کار کوي.

د استازو خونې طرحه: پولیس به د مشکوک پر ستوني پښه نه ږدي
د استازو خونې طرحه: پولیس به د مشکوک پر ستوني پښه نه ږدي

نور اصلاحات او نورې غوښتنې

په همدغه حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو په کانګرس کې هم په پولیسو کې د اصلاحاتو یو لړ مسایل تر غور لاندې دی.

د سنا قضایي کمېټه به نن په دې اړه د اجرايي ځواک د یو شمېر چارواکو او مدني ټولنې د استازو شاهدي‌ اوري.

د جمهوري غوښتونکو ډله د یوې طرحې په چمتو کولو بوخته ده چې په کې د پولیسو له لوري د مشکوکو کسانو د ستوني خپه کول منع کیږي او پولیسو ته اجازه ورکول کیږي چې په ځان کې ډېرې امنیتي کامرې ونښلوي.

د سنا د اکثریت مشر مچ مککانېل وویل چې دا په اجرايي ځواک کې د یو لړ جدي اصلاحاتو وړاندیز دی.

په همدې حال کې د سنا د اقلیت مشر چوک سکمر انتقاد کړی چې په دې اړه د جمهوري غوښتوونکو هلې ځلې کافي نه دي او باید د پراخو تغیراتو لپاره کار وشي.

بل لوري ته ټاکل شوې د استازو خونه چې دموکراتان په کې اکثریت دي، رایه اچونه وکړي چې د هغو پولیسو په ضد د "مدني حقوقي" قضیو پیلول اسانه کړي چې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

سپینې ماڼۍ داسې نښې نښانې څرګندې کړي دي‌ چې ولسمشر ټرمپ به دا څه کوم څه توشیح نکړي.

د جورج فلوډ له مړینې وروسته د امریکا په اکثریت ښارونو کې مظاهرې پیل شوې
د جورج فلوډ له مړینې وروسته د امریکا په اکثریت ښارونو کې مظاهرې پیل شوې

ولې د اصلاحاتو غوښتنه

د امریکا د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او غوښتنې هلې ځلې له هغه وروسته پيل شوې چې د مینوسوتا په ایالت کې د پولیسو په توقیف کې یو تور پوستی امریکایي جورج فلوډ مړ شو.

پولیس افسرانو دغه کس د جعلي پېسو د کارولو په تور نیولی و او نژدې نهه دقیقې یې د هغه پر ستوني یې خپل زنګون اېښی و.

له پېښې وروسته ډاکټرانو په روغتون اعلان وکړ چې جورج فلوډ مړ شو دی.

دغې پېښې د امریکا په اکثریت ښارونو کې مظاهرې راوپارولې او لا هم روانې دي. مظاهره کوونکي د نژادي تبعیض په ضد، د جورج فلوډ په قضیه کې د ښکیلو پولیسو محاکمه او د پولیسو په لیکو کې تغیرات غواړي.

په ځینو مظاهرو کې تاوتریخوالي هم شوي دي او د پولیسو د ځینو مرکزونو په ګډون په کې یو شمېر تجارتي مرکزونه او هټۍ هم وسوځول شول او ولوټل شول او سلګونه کسان ونیول شول.

په دغې قضیې کې څلور دخیل پولیس له دندو شړل شوي او توقیف دي. البته دا په امریکا کې لومړۍ پېښه نه ده چې یو مشکوک کس په کې د پولیسو په توقیف کې مړ کیږي.

په همدې حال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي‌ چې د امریکا د پولیسو له لورې د سوله اییزو مظاهره کوونکو په ضد خشونت، سیستماتیک تبعیض په اړه سبا چهارشنبه بحث کوي.

XS
SM
MD
LG