د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ جرمني د روسیې قیدي بللې


میرکل: جرمني داسې هیواد دی چې خپلې پریکړې پخپله کوي.
میرکل: جرمني داسې هیواد دی چې خپلې پریکړې پخپله کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ پر برلین تور ولگاوو چې د روسیې اسیر یا قیدي دی. سره له دې ولسمشر د ناتو متحدینو څخه غوښتنه کړې چې د خپلې دفاع لپاره پوځي لگښتونه زیات کړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ترمپ د اوږدې او سختې وینا هدف جرمني وه چې د روسیې څخه د بالیتک بحیرې له لارې د گازو د پایپلاین پر جوړولو کار کوي.

ولسمشر ترمپ وویل "جرمني د روسیې په قید کې ده، د سکرو او اتومي انرژۍ تاسیسات یې ختم کړل او د روسیې څخه دومره تیل او گاز اخلي چې ناتو باید ورباندې غور وکړي. زه فکر کوم دا ډیر نامناسب کار دی. زه نه پوهیږم چې تاسو په دې کې څه کولای شئ خو ېقناً روسیې ته میلیاردونه ډالره ورکول غیر منطقي کار دی، او له مونږ څخه غواړئ چې د روسیې په وړاندې له تاسو دفاع وکړو."

خو د جرمني صدراعظمه انگلا میرکل پرته له دې چې د ترمپ خبرو ته اشاره ورکړي ویلي چې جرمني داسې هیواد دی چې خپلې پریکړې پخپله کوي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ، د ولسمشر ترمپ سره د خبرو په مهال او له خبرو وروسته تینگار وکړ چې د دې سازمان غړي هیوادونه په ډیرو مسلو د اختلافاتو سره سره په دې توانیدلي چې په گډه کار وکړي.

د ناتو عمومي منشي زیاته کړه "مونږ د یوازیتوب په پرتله یو موټی ډیر پیاوړي یو. ناتو باید پیاوړی وي چې متحدین خوندي وساتي او مونږ به د گډې دفاع لپاره د پیاوړي کیدو په موخه کار وکړو. په دې مانا چې امریکایي، کاناډایي او اروپایي سرتیري خپل گډ کار زیات کړي."

د جرمني د دفاع وزیره اورشلا فون دیر لیین ویلي هیله لري چې ولسمشر ترمپ به د روسیې د ولسمشر سره خبرو ته د ناتو له سرمشریزې څخه د وحدت د پیغام او قوي موقف سره ولاړ شي.

افغانستان

تمه ده چې د ناټو مشران به په بروکسل کې د افغانستان په اړه په درېیو مهمو موضوعاگانو پریکړې وکړي؛

- د قاطع ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د پوځیانو زیاتېدل.

- له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د مرستو غځول.

- د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ.

په داسې حال کې چې ولسمشر ترمپ د ناتو له متحدینو څخه په دفاعي برخې کې د ډیرې ونډې غوښتنه کړې، د بریتانیې صدراعظمه تیرسا مې نن چهارشنبې افغانستان ته د ۴۴٠ اضافي عسکرو د لیږدولو ژمنه کړې ده.

د ناټو یوه چارواکي ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره چې د افغان ځواکونو لپاره شااوخوا ۶ میلیارده ډالرو بودجه په پام کې نیول شوې ده، چې تقریباً ۴،۷ میلیارده ډالر یې امریکا، شااوخوا یو میلیارد یې د ناټو غړي هیوادونه او شااوخوا ۴۴۰ میلیونه ډالر یې افغان حکومت برابره وي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ناتو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې گډون کړی. افغان ولسمشر به سبا د دې غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ گډونوالو ته وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG