د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له توپان سره مبارزه کې د ټکساسیانو روحیه وستایله


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اگست په ٢٧ مه دیکشنبی په ورځ له کمپ ډیویډ نه سپینی ماڼۍ ته راستون شو
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اگست په ٢٧ مه دیکشنبی په ورځ له کمپ ډیویډ نه سپینی ماڼۍ ته راستون شو

د امریکا د بیړنیو حالاتو د مرستی ادارې ( فیمه) نن وویل تقریبا دیرش زره ټکساسیان به د توپان د بارانونو له ا مله دیته اړ شي چې پناه ځایونو ته ولاړشي. د هاروي د سمندری توپان په ځپل شویو سیمو کې کابو دیارلس ملیونه خلک اوسېږي.

دلته په امریکا کې د هاروي په نامه سمندری توپان د ټکساس ایالت د هېوسټن او د لوېزیانا د ایالت په څو برخو کې زیاتې سیمې سختې زیانمنې کړې دي.

په میلیونونو امریکایان په دغو سیمو کې هستوګن دي، خو اوس یې یو شمیر د توپانونو له امله له خپلو مېنو څخه بېځایه شوې دي. په ټکساس او لویزیانا کې د هوا د خرابولي له امله د ژغورنې هڅې همټکنۍروانې دي.

بله خبره داده چی سپینی ماڼۍ وویل تمه ده ولسمشر ټرمپ د سه شنبی په ورځ هېوسټن ته سفر وکړي، څو د ژغورنې او خلکو سره د نورو مرستوعملیات په خپله هم وگوري. د هاروي د سمندری توپان په ځپل شویو سیمو کې کابو دیارلس ملیونه خلک اوسېږي.

د ژغورنې چاری دوام لري او د امریکا ساحلي ساتونکیو د هېوسټن د سمندري توپان د ځپل شویو په ژغورلو کې له هېلېکوپټرونو او کوچینو بیړیونه او خاصو موټرونو نه کار واخیست.

د ټکساس سمندري توپان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

دسمندري توپان اوبه په ځینی سړکونو او ځایونو کې له یو متر نه زیاتې لوړې شوې دي. د سیمی یو اوسیدونکي کیمرون کالېنز دامریکا غږ لاتینی څانگې ته وویل چې ده د خوراکی شیانو د پېداکولو لپاره له کورنه تقریبا په سیند کې مزل وکړ.

کیمرون کالینز، دهېوسټن د یوی سیمې اوسیدونکی وايي: زما موټر او اپارتمان همدا اوس د سیلاب اوبو ووهل."

حکومت په ټینگه خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې په سیلاب ځپلو سیمو کې موټرونه ونه چلوي. د هواد حآلاتو چارواکي وايی تراوسه پورې په ټکساس کې دومره ناوړه سیلاب نه وراغلی.

یوه ښځه هغه وخت مړه شوله چې د شنبی په ورځ ېې پریوه سیلاب ځپلي سړک خپل موټر چلاوه. ریکاردو مارتینېز چې په یوه لویه لاره کې د تو پان په وخت کې ایسار شوی و، وايي پکارده د حکومت خبرداریو ته په ټینگه پام وکړو. هغه وویل: زه خلکو ته سپارښتنه کوم چی په کورکې له خپلی کورنۍ سره پاتې شي. دایوازینی لاره ده چی له دې اوبونه ځان وساتلی شي.

هېلیکوپټرونه او وړې بیړۍ او هغه موټرونه چی لوړدی او په ابو کې تللی شی دهیوسټن په چم گاونډ کې دخلکو په ژغورلو لگېادي. چارواکیو خلکو ته داهم ویلي دي چې دخپلو بامونو سرته وخیژي او په کور کې د ایساریدلو نه ځان وژغوري. د ټکساس والي خلکو ته ډاډگیرنه ورکړله چی مرستې ور روانې دي.

د ټکساس والي گریگ ابوټ وویل: زموږ اول لومړیتوب دادی چې دانسانانو ژوند خوندي کړو. موږ له ځايی چارواکیو سره په گډه ترخپلې وسې کار کوو چې خپل ټکساسیان وژغورو."

د هیوسټن ښاروال سیلویسټر ټرنر وو یل دا توپان زموږ د ټولنې لپاره یو ازمېښت دی. هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دې ازمیښت کې به بریالي شي.

د هیوسټن ښاروال سیلویسټر ټرنر وویل: که موږ حوصله وکړو او هرڅوک خپله برخه کار وکړي؛ نوموږبه له دې ناوړه حالت نه په ډیر کم زیان ځانونه وژغورو. هرڅوک باید په دې هڅو کې ونډه واخلی څو داښار بیرته په خپلو پښو ودریږي؛ او پرمخ ولاړشو."

تمه ده چی دهاروي توپان تر جمعی پورې له ١٥ نه نیولی تر ٢٥ انچوپورې نور باران هم د ټکساس دایالت په پورته برخه کې منځته راولی.

دهواپېژندنې ماهران وايي چې د هاروي په څېرسمندري توپان په هرو پنځوسوو کلونو کې یوځل راځي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ټکساس دایالت او فیدرالی حکومت هڅې وستایلې چې د توپان ځپلو په ژغورنه اوله هغوی سره ېې په دې سخت حالت کې مرسته وکړله.

د توپان ملی مرکز وویل د هاروي توپان مرکزی برخه ٩٦میله پراخه ده. او د ټکساس پنځوس ولسوالۍ او علاقدارۍ ېې د سیلاب له خطر سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG