د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د قطر د ترهگرۍ ضد اقدامات ستایلي


سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړېده چې یې پکې د قطر د حکومت د ترهگرۍ او سختدریځۍ ضد پیاوړي اقدامات ستایلی دي. د امریکا د حکومت وروستی دریځ څرگندوي چې د دواړو ملکونو اړیکې ښې شوي وي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ تیر کال د جون په میاشت کې قطر د ترهگرو سره په مرستو تورن کړی و چې د هغې نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې یو څه خرابې شوي وې. ټرمپ ویلي و چې قطر په تاریخي توگه د ترهگرو سره مرستې کړیدي.

په سېمې کې د هغې نه وروسته تشنج زیات شو چې سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو او بحرین د قطر سره خپل دپلوماتیک روابط وشلول.

دغو هیوادونو په قطر تور لگولی چې په سیمې کې د ترهگرو ډلو یعني د اخوان المسلمین، القاعدې او حماس ملاتړ کوي. دوي زیاتوي چې قطر د دغو ترهگرو ډلو برسیره د ایران هم ملاتړ کوي.

قط‏ر دغه ټول تورونه رد کړیدي او وایي چې دا یې په ملي حاکمیت تیرې دی.

د سپینې ماڼۍ دغه اعلامیه چې د ولسمشر ټرمپ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد ثاني سره د ټیلفوني تماس په اړه یې خپره کړیده، د دواړو ملکونو د تشنج په هکله یې څه نه دي ویلي خو لیکي چې ولسمشر ټرمپ د خلیج د همکارۍ د متحدې شورا سره خپل ملاتړ څرگندوي چې سیمې ته د راپېښو خطرونو سره په گډه مقابله وکړي.

اعلامیه زیاتوي چې دواړو مشرانو په هغو برخو خبرې وکړې چې امریکا او قطر پرې یوځاې په سیمې کې د ثبات راوستلو، د ترهگرۍ ضد او د ایران د نفوذ د کمولو لپاره کار کولی شي.

XS
SM
MD
LG