د لاس رسي وړ اتصالات

یواځې پاکستان نه، فلسطين ته مو هم په ملیاردو ډالره ورکړي-ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان په هکله د یو سخت ټویټ نه یوه ورځ وروسته یو بل ټویټ هم په دغه موضوع کړیدی. ولسمشر ټرمپ دې ځل په ټویټ کې فلسطين په گوته کړیدي او په هغوي یې لدې کبله انتقاد کړی چې په ملینونو ډالره ترینه اخلي خو درناوې یې نه کوي.

ولسمشر ټرمپ په ټویټ کې لیکي

"مونږ یواځې پاکستان ته نه بلکې نورو ملکونو ته هم بې وجه په بلیاردو ډالره ورکړیدي. د مثال په توگه مونږ فلسطين ته هر کال په سلگونو ملیونه ډالره ورکوو او هیڅ درناوې او یا ستاینه مو نه کیږي."

ولسمشر ټرمپ بیا په دوهم ټویټ کې زیاتوي.

"دوي حتی د اسرایلو سره د سولې په تړون هم خبرې نه کول غواړي چې د ډیر وخت راهیسې پرې خبرو ته ضرورت دی. مونږ ترینه بیت المقدس واخیست، د مذاکراتو د ټولو نه مشکله برخه اوس موجوده نده. خو اسرایلو به د هغې لپاره زیاتې پیسې ورکولی. خو اوس چې فلسطینیان نه غواړي چې د سولې مذاکرات وکړي نو مونږ په راتلونکي کې هغوي ته نورې پېسې ولي ورکړو."

د یادونې وړ ده چې فلسطینیانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ په ضد هغه وخت مظاهرې وکړې چې هغه د نړیوالو د مخالفت برسیره بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه وپیژنده.

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د کمپاین په وخت د خپلو پلویانو سره لوظونه کړي و چې کله هغه ولسمشر منتخب شي نو بیت المقدس به د اسرایلو د پلازمینې په توگه وپیژني او د امریکا سفارت به د تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

ولسمشر ټرمپ د دغې پریکړې په سبب د نړیوالو د سخت اننتقادونو سره مخ دی. نه یواځې اسلامي ملکونو بلکه اکثره غربي ملکونو هم د هغه د دغې فیصلې سره مخالفت څرگند کړیدي.

ملگرو ملتونو په یوې پریکړه لیک کې په لوی اکثریت د ولسمشر ټرمپ دغه پریکړه رد کړه.

د یادونې وړ ده د امریکا د ولسمشر ټرمپ د پاکستان په هکله د هغه ټویټ نه وروسته چې پاکستان یې دروغجن او خطا ایستونکی وباله ، په پاکستان کې هم سخت غبرگون پارولی دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG