د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د ټرمپ د "اضطراري وضعیت" په اعلانولو رای ګیري کوي


د سنا مجلس د مارچ تر نیمایې پورې وخت لري چې د اوسنۍ طرحې په رد رایه ورکړي.
د سنا مجلس د مارچ تر نیمایې پورې وخت لري چې د اوسنۍ طرحې په رد رایه ورکړي.

جمهور رئیس ټرمپ وایي د مکسیکو د سرحد نه امریکا ته د غیرقانوني خلکو او مجرمینو لخوا مخدرات راځي او امریکا باید د دې مخه ونیسي.

د جمهور رئیس ډانلد ټرمپ لخوا د مکسیکو سره د دیوال جوړولو په خاطر ملي بیړنی حالت د دویم ځل دپاره په کانګرس کې رد کیدو سره مخامخ دی.

دا ځل به د سنا مجلس د رد رایه ورکوي. کانګرس یوه طرحه تصویب کړې او که د سنا مجلس هم تایید کړه کیدلی شي د جمهور رئیس ټرمپ لخوا رد شي. جمهور رئیس ټرمپ قوي اراده لري چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ دیوال باید جوړ شي.

خو ظاهرآ داسې ښکاري چې په سنا مجلس کې هم د دواړو ګوندونو د استازو لخوا رد شي. دیموکرات سناتور ټام اودل وویل په جنوبي سرحد کې اصلآ د بیړني حالت کومه خبره نشته.

کانګرس یوازی د یوې برخې د جوړلو لګښت منلی چې ټرمپ د مستقیم سرحدي موانعو دپاره غوښتنی.
کانګرس یوازی د یوې برخې د جوړلو لګښت منلی چې ټرمپ د مستقیم سرحدي موانعو دپاره غوښتنی.

یوې جمهوري غوښتونکې سناتورې سوسن کولن وویل "مونږ باید د ملت د بنسټ جوړونکي په حیث د کانګرس د مقننه صلاحیت دفاع وکړو، دا مو هیله ده."

کانګرس یوازی د یوې برخې د جوړولو لګښت منلی چې جمهور رئیس ټرمپ د مستقیم سرحدي موانعو دپاره غوښتنه کړې وه. خو د ملي اضطراري حالت د اعلانولو سره، جمهور رئیس غواړي د کانګرس په غیر په میلیاردونه ډالره چې اکثریت به يي د پوځي اکونټونو ځانګړي شي، برابر او دیوال پری جوړ کړي. یو شمیر جمهوري غوښتونکي سیاستوال په مطلق ددې کار ملاتړ کوي:

د کانګرس یو بل جمهوري غوښتونکي غړي کیوین مکارتي وایي هغه څه چې په سرحد کې لیدل کیږي، لکه د مخدره موادو قاچاق، په امریکا کې دننه د خلکو مړینې، انساني قاچاق، دا ټول د پورې غاړې راپیښيږي. نو جمهور رئیس صلاحیت لري چې اقدام وکړي.

خو د دیموکراتانو او د ځینو جمهوري غوښتونکو په نظر د ټرمپ اضطراري حالت اعلانول د اساسي قانون خلاف کار دی او ډیره خطرناکه بیلګه به جوړه شي.

دیموکرات سناتور چک شومر وویل دا به د ولسواکۍ نه د استبداد په لور لوی ګام اخستل وي. د سناتور شومر په باور هغوئ او هیڅ امریکایي داسی جمهور رئیس نه غواړي چې د کانګرس پرته، یوازی په یو فرمان هرڅه وکړي.

ټرمپ وایي د مکسیکو په سرحد، امریکا ته د غیرقانوني خلکو او مجرمینو لخوا مخدرات راځي.
ټرمپ وایي د مکسیکو په سرحد، امریکا ته د غیرقانوني خلکو او مجرمینو لخوا مخدرات راځي.

جمهوري غوښتونکې سناتورې سوسن کولن او د ټرمپ د بیړني وضعیت د اعلان مخالفه ده. هغې وویل د جمهور رئیس اضطراري حالت اعلانول کاملآ یوه غلطه نظریه ده، ځکه دا د اصولي اقداماتو خلاف او د کانګرس د قانوني صلاحیتونو پرته ترسره کیږي. سناتوره کولن وایي د قانون جوړونکو وظیفه داده چې د دا ډول فرعۍ کار مخه نیسي. خو ټرمپ دا اندیښنې جدي نه ګڼي.

د سنامجلس د روانې مارچ تر نیمایې پورې وخت لري چې د اوسنۍ طرحې په رد رایه ورکړي. ټرمپ هم ډاډه دی چې که سنا رد کړه، دی به هم د سنا پریکړه ویتو، یا رد کړي. بلاخره دا به د فدرال محکمو ته راجع شي چې د ملي اضطراري وضعیت په اړه نهايي فیصله وکړي. د محکمو په لمړیتوبونو کې د کانګرس رضایت مهم بلل کیږي چې د دیوال مالګي لګښت تاید کړي او وروسته د جمهور رئیس د اقداماتو مخنوی وکړي.

XS
SM
MD
LG