د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: که انتخابات وبایلم د امریکا اقتصاد کمزوری کیږي


جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ رایه ورکوونکو ته خبرداری ورکوي که دی د راتلونکې کال په ټاکنو کې بریالی نشي د امریکا اقتصاد به زیانمن شي.

ډانلډ ټرمپ په نیو هامپشیر کې خپلو پلویانو ته په داسې حال کې د اقتصادي وضعیت په اړه اطمینان ورکوي چې د احتمالي اقتصادي رکود نښي لیدل شوي او یو شمیر شنونکي خبرداری ورکوي چې دا احتمالي حالت کولای شي راتلونکې کال د جمهور رئیس ټرمپ د بیا ټاکل کیدو هیلې زیانمني کړي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل:" له ما پرته بل چا ته د رایې انتخاب نلرئ، ځکه ستاسې د تعاعد حسابونه به راټیټ شي، هر څه به ټیټ شي. بنا که مو خوښیږم او که نه ، تاسې باید ماته رایه راکړئ."

د پلویانو د ډاډمن کولو لپاره د ټرمپ دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې له چین سره د امریکا تجارتي لانجه روانه ده ، د ونډو بازارونه بې ثباته دي او د بها لرونکو اوراقو بازارونه د یوه احتمالي اقتصادي رکود ښکارندويي کوي.

دیموکراتان له ډیره وخت پر ټرمپ انتقاد کوي چې په خپلو اقتصادي پروګرامونو کې د بډای کسانو پلوي کوي.

دیموکرات کاندید برني سندرز وايي:" اوس ددې وخت دی چې موږ د تعصب او تفرقه اچولو په وړاندې ودریږو . اوس ددې وخت دی چې خپل خلک سره یوځای کړو او داسې اقتصاد او حکومت رامنځ ته کړو چې میلیاردران پرې حاکم نه وي، داسې حکومت او اقتصاد وي چې د ټولو په ګټه وي."

یو شمیر کارپوهان وايي جمهور رئیس ټرمپ ظاهرا د سیاسي اهدافو په خاطر په دې وروستیو کې د چین پر وارداتو د تعرفو لګول وځنډول.

دوی زیاتوي د راتلونکي کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پرمهال اقتصادي رکود کیدای شي د جمهور رئیس د بیا ټاکل کیدو لپاره ډیر ناوړه وي.

خو ټرمپ د اوسمهال لپاره په پیاوړي اقتصاد حسات کوي هغه څه چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو لپاره مهم بولي.

XS
SM
MD
LG