د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: زمونږ نه په میلیونو ډالر اخلي او زمونږ په ضد رایې ورکوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبردارې ورکړېدی چې په هغو ملکونو به مالي مرستې بندې کړي چې په ملگرو ملتونو کې د بیت المقدس د فیصلې په ضد راې ورکړي.

ملگري ملتونه د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هغې فیصلې په هکله بیړنۍ غونډه کوي چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پلازمینې په توگه وپیژنده.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وویل "دوي زمونږ نه په ملینونو ډالره اخلي او زمونږ په ضد رایې ورکوي."

ولسمشر ټرمپ هغه ملکونو ته چې امریکا ورسره مالي مرستې کوي، خبردارې وکړ، هغه وویل "مونږ دغه رایې څارو، پریږدئ چې دوي زمونږ په ضد رایې ورکړي. مونږ به ډیرې پیسې بچ کړو. مونږ پروا نلرو."

د ملگروملتونو د غونډې په هکله د امریکا سفیرې نکي هیلي هم د ولسمشر ټرمپ د څرگندونو نه مخکې سخت انتقادونه کړیدي او ویلي یې دي چې هغه ملکونه چې د امریکا ضد رایې ورکړي، نومونه به یې یاداښت کوي.

د ملگرو ملتونو په شورا کې یو دپلومات ویلي چې داسې ښکاري کانډا، هنگري او د چپک جمهوریت د امریکا فشار ومني او د پریکړې لیک په حق کې رایې ورنکړي.

XS
SM
MD
LG