د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې په سلګونو کسان له داعش سره د تړاو په تور نیولي


د ترکیې پولیسو د داعش په خلاف د لټون د پراخو عملیاتو په ترڅ کې د دغې وسله والې ډلې سره د تړاو په تور ۳۰۴ کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د جمعې په ورځ دسمبر ۲۲ (مرغومي لومړی) وویل، پولیسو د "هیروز ۳۴" په نوم د استانبول په ګډون په ۳۲ ښارونو کې هم مهالي عملیات ترسره کړي دي.

یرلیکایا په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې وویل، چې ۵۸ شکمن یوازې په استانبول کې نیول شوي دي.

هغه وویل: "مونږ به په کلک عزم سره د ټولو ترهګرو ترنیولو پورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ادامه ورکوو."

د داعش اورپکو د ترکیې په خاوره کې یو لړ بریدونه کړي دي. په ۲۰۱۷ کال کې په استانبول کې د نڅا پر یو کلب په برید کې ۳۹ کسان ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG