د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائيل او حماس د غزې د تړون له مخې د بندیانو او یرغملو د تبادلې پنځم پړاو بشپړ کړ


اسرائیل او حماس د شنبې په ورځ فبروري اتم (سلواغې ۲۰) د غزې د اوربند د تړون په اساس د بندیانو او یرغمل شویو د تبادلې پنځم پړاو بشپړ کړ.

د فرانس پرس اژانس راپور ورکړی د حماس لخوا د شنبې په ورځ د درېیو یرغمل شويو اسرائیلیان د خوشې کېدو په بدل کې اسرائيل ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړې دي.

سره له دې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې تړانګې د مالکیت د ترلاسه کولو پر سر ټینګار لري د حماس ډلې د شنبې په ورځ فبروري اتم (سلواغې ۲۰) درې نور اسرائیلي یرغمل خوشې کړل.

دا تېره میاشت د اوربند له توافق وروسته پنځم ځل دی چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د بندیانو تبادله کېږي.

د حماس ډلې په نننۍ تبادله کې دوه پنځوس کلن ایلی شرابي او ۵۶ کلن اوحد بن امي چې د کبوتز بیري په نوم له یو ګډ فارم څخه یرغمل شوي وو او ۳۴ کلن اور لیوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوم پر اسرائيل د برید پر مهال د نووا موسیقۍ له فیستیوال څخه تښتول شوی و بېرته خوشې کړل.

د فرانس پرس اژانس په راپور کې راغلي چې د درېیو خوشې شویو اسرائيليانو خراب روغتیايي حالت د یرغمل شویو د کورنیو غړي ناهیلي کړي دي.

بلخوا د فلسطین د بندیانو د مدافعې ډلې وویلي چې د اسرائیل لخوا د خوشې شویو ۱۸۳ بندیانو له شمېرې اوه تنه یې په روغتون کې بسترېدو ته اړتیا لري. دغې ډلې په زندان کې له هغوی سره "ظلم" او ناوړه چلند غندلی دی.

د اوربند په لومړي پړاو کې چې ټاکل شوې شپږ اونۍ دوام وکړي د حماس ډله به په تدریجي ډول د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې ۳۳ اسرائیلي یرغمل خوشې کړي.

حماس تر اوسه ۱۳ اسرائيلي یرغمل او پنځه تایلنډي کارګران چې پر اسرائيل باندې د برید پر مهال تښتول شوي و د شاوخوا ۶۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړي دي.

د شنبې په ورځ د اسرائيل او حماس تر منځ د بندیانو او یرغمل شویو دا تبادله وروسته له هغې کېږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غزې څخه د فلسطیني وګړو د ایستلو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې امریکا به د دې سیمې مالکیت ترلاسه کړي.

ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د جاپان د لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا سره له لیدنې وړاندې خبریالانو ته وویل د هغه دا پلان باید د املاکو د معاملې په توګه وګڼل شي. که څه هم ولسمشر ټرمپ د خپل دې پلان په اړه مشخص وخت وړاندې نه کړ خو ویې ویل چې "موږ په دې کې هېڅ بیړه نه لرو."

د متحده ایالاتو ولسمشر د غزې د مالکیت د ترلاسه کولو وړاندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د هغه له دې پلان څخه "ډیر ښه هرکلی شوی دی" او زیاته یې کړه چې اسرائيل به په سیمه کې د امریکا د مېشت کېدو امنیت خوندي کړي.

ټرمپ همداشان وویل چې د هغه د پلان له مخې به له دوه میلیون څخه ډېر فلسطینیان چې په غزه کې ژوند کوي "له وړاندې به په ډېر خوندي او ښکلو ټولنو کې ځای په ځای شي."

د اسرائيل ولسمشر بنیامین نتنیاهو د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیو بیان کې، واشنګټن ته د خپل سفر په مهال د ټرمپ د پلان ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا نظر د اوریدلو وړ دی.

خو فلسطیني چارواکو د ټرمپ دا وړاندیز رد کړی دی. د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي‌ چې د ټرمپ وړاندیز به "د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه" وي. عباس په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې "د فلسطیني خلکو او د هغوی د جایزو حقونو ساتنه وکړي."

حماس ویلي د غزې تړانګې په اړه د ټرمپ وړاندیز "په سیمه کې د ګډوډۍ او کړکېچ د رامنځ ته کولو یوه لاره ده. ددې پرځای چې له صهیونیستي اشغال څخه د نسل وژنې او د خلکو د بې ځایه کولو د جنایتونو حساب وشي، ورته د سزا پرځای انعام ورکول کیږي."

همداشان د عرب لیګ چې ۲۲ هېوادونه یې غړیتوب لري ویلي دي چې د ټرمپ پلان د بې ثباتۍ لامل کیږي او د فلسطیني دولت د جوړېدلو سره مرسته نه کوي.

استرالیا، چین، جرمني، ایرلنډ، روسیې، سعودي عربستان او هسپانیا ټولو د ټرمپ له وړاندیز وروسته ویلي چې دوی د دوه دولتونو د حل لارې ملاتړ ته دوام ورکوي.

په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو له یو برید وروسته پیل شوه چې له کبله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۳۵۰ نور یرغمل شول.

د اسرائیل په ځوابي هوايي او ځمکنیو بریدونو کې، په غزه کې د فلسطیني روغتیایي چارواکو په وینا، له ۴۷ زره څخه ډیر خلک وژل شوي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي. د اسرائیل پوځ وايي، د حماس ۱۷۰۰۰ وسله وال یې وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG