د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې په ورځ، ډسمبر ۲۸ (مرغومي اتمه) په یوې ټیلیفونې اړیکه کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ته وویل، د سوریې کردي جنګیالي چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) ضد جګړه کې د امریکا لپاره مهم ګڼل کېږي، په سوریه کې پناه نشې اخیستلی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فیدان له قوله ویلي: "د ولس د حراست واحد او د کردستان د کارګرانو ګوند تروریستي ډلې نشي کولی چې په سوریه کې پناه واخلي. "
ترکیه له کلونو راهیسې د ولس د حراست واحدونو (YPG) له اورپکو او د دې ډلې له سیاسي څانګې (PYD) سره جنګېږي او دا ډله د تروریستي سازمان په توګه پیژني.
انقره دا ډلې د کردستان د کارګرانو د ګوند (PKK) یوه برخه ګڼي چې په ۱۹۸۴ کې یې د ترکیې په وړاندې بغاوت وکړ او د خپلواکۍ غوښتونکي دي. ترکیه، متحده ایالات او اروپايي ټولنه د کردستان د کارګرانو ګوند د یو تروریستي سازمان په توګه پیژني.
انقره وايي چې په ترکیه کې په چاودنو او بریدونو کې د کردانو لاس دی خو کردي ډلو په اکثرو مواردو کې دا تورونه رد کړي دي.
ترکیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې پر سوریې باندې بریدونه پيل کړي او د کردي ملیشو او داعش وسلهوالو سربیره یې بشارالاسد ته وفاداره ځواکونه هم په نښه کړي دي.
خو واشنګټن له مودې راهیسې په سیمه کې د جهادي ډلو د بیا ظهور د مخنیوي لپاره د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو موجودیت ضروري ګڼي. په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د دغو ځواکونو په مشرۍ د اسلامي دولت ډله (داعش) له ماتې سره مخ شوه.
فیدان بلنکن ته وویل چې انقره د سوریې د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره په دې هېواد کې د نویو حاکمانو له هڅو څخه ملاتړ کوي. هغه همداشان په دې ټيلیفوني اړیکه کې ټینګار وکړ چې د ثبات او د انتقال د دورې د بشپړېدو لپاره په سوریه کې له نوي حکومت سره په منظمه توګه همکارۍ اړینې دي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه