د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ترکیې دفاع وزیران د کابل هوایي ‌ډګر په امنیت خبرې کوي 


د ترکیې د دفاع وزیر ویلي چې د چهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر سره د کابل د هوایي ډګر د امنیتي پلان په اړه خبرې کوي.

انقرې وړاندیز کړی چې د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته غواړي د کابل د هوایي ډګر چارې مدیریت کړي او امنیت یې وساتي. اوس دغه هیواد په دې اړه د ناټو متحدینو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو سره د مالي او لوژستیکي ملاتړ په اړه په خبرو بوخت دی او وروستی تصمیم لا ندی نیول شوی.

د رویترز اژانس وایي د کابل د هوایي ډګر امنیت د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د بهرنیو دپلوماتیکو ماموریتونو لپاره مهم دی.

په انقره کې د کابینې له غونډې وروسته د ترکیې د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل چې ددې ماموریت په جزییاتو باندې لاهم خبرې روانې دي او دغه هعوایي ډګر باید فعال پاته شي تر څو د افغانستان حکومت د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له نړۍ څخه منزوي نشي.

هغه وویل چې: «په ملګرو ملتونو او ناټو کې د تصمیمونو په نتیجه کې چې د افغانستان د حکومت سره موافقې ته ورسیږو او همداشان سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه شي، مونږ د مختلفو هیوادونو سره په تماس کې یو. په عین وخت کې د امریکایانو سره هم زمونږ خبرې روانې دي.»

د ترکیې د دفاع وزیر دا هم وویل چې وروستی تصمیم لا ندی نیول شوی او خبرې روانې دي.

ترکیې همداشان وړاندیز کړی چې په استانبول کې د افغانستان د سولې لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړي؛ کومې خبرې چې څو ځلې د طالبانو له لورې وځنډول شوې.

XS
SM
MD
LG