ترکمنستان د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۳) وروسته له هغې چې ددې هیواد مستبد مشر قرباګلي بیرديمحمدوف وویل تیار دی چې له کاره ګوښه شي د مارچ په میاشت کې د جمهوري ریاست انتخابات اعلان کړل.
د ترکمنستان ۶۴ کلن ولسمشر قرباګلي بیرديمحمدوف چې د غاښونو ډاکټر او بیا ددې هیواد د روغتیا وزیر و د ۲۰۰۶ کال راهیسې د ترکمنستان د لومړني ولسمشر سفر مراد نظربایف له مړینې وروسته د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت په مستبده توګه رهبري کوي.
د ترکمنستان د انتخاباتو کمیسیون ویاند بیزرګین ګاررایف د فرانس پرس اژانس ته ویلی چې ولسمشر ورته هدایت کړی چې د مارچ په ۱۲ مخکې له وخته انتخاباتو ته تیاری ونیسي.
د انرژۍ له پلوه بډای ترکمنستان په نړۍ کې یو له مستبدو هیوادونو څخه شمېرل کیږي او پدې هکله ډیر لږ معلومات شته چې رژیم خپل ورځني تاصمیم څنګه نیسي.
ددې هیواد ولسمشر قربان قلي بیرديمحمدوف د واک اصلي محور دی. د هغه په مشغولیتونو کې د اس سپرلۍ، ډله ییز بایسکل ځغلول او د سندرو کمپوز کول په پراخه بڼه په انټرنیت کې خپاره شوي.
د هغه زوی ۴۰ کلن سردار بیرديمحمدوف اوس ددې هیواد د حکومت دوهم تر ټولو ځواکمن شخصیت دی او د صدراعظم د مرستیال په توګه د هیواد پر اقتصاد واک لري.
د ترکمنستان د اطلاعاتو ادارې د رپوټ له مخې د جمعې په ورځ پارلمان ته په وینا کې قربان قلي بیرديمحمدوف وویل چې د خپل عمر د پوخوالي په وجه یې د خپل مشرتابه په اړه « یو سخت تصمیم» نیولی، زیاته یې کړه چې هیواد یو ځوان مشر ته اړتیا لري.
د هغه په وینا د ترکمنستان د انتخاباتو د کمیسیون رئیس به د اساسي قانون او قوانینو په اساس انتخابات او ټولپوښتنه ترسره کړي.
ښاغلي بیرديمحمدوف وویل چې هیله لري د پارلمان د سنا مجلس د رئیس په توګه سیاسي فعالیت ته دوام ورکړي.
د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې پداسې حال کې د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا په پنځو جمهوریتونو قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان کې د ولسمشرانو خپلوان اکثر بډای او واکمن دي خو هیڅ یو یې د ترکمنستان د ولسمشر د زوی سردار بیرديمحمدوف په څیر په دومره کم وخت کې لوړو درجو ته ندي رسیدلي.
د ۲۰۱۸ کال راهیسې سردار بیرديمحمدوف په چټکه مهمې څوکۍ ترلاسه کړي او د دوو کلونو په ترڅ کې د بهرنیو چارو مرستیال، والي او د صنایعو د وزیر دندې ترسره کړي دي. تیر کال هغه د صدراعظم مرستیالۍ ته ورسید او پدې توګه یې د هیواد د ملي امنیت په شورا کې څوکۍ ترلاسه کړه.
د ترکمنستان ولسمشر قرباګلي بیرديمحمدوف د هیواد په ټاکنو کې هیڅکله یو واقعي سیال ندی درلودلی او د هغه رژیم د مخالفینو زغم نلري.