د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د انقرې د برید په غچ کې د کردانو مورچلونه بمبارد کړل


ترکیې د دریو لسیزو راهیسې د کردستان د کارگر گوند فعالیت چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې د کردي سیمو آزادي غواړي، بند کړی دی.
ترکیې د دریو لسیزو راهیسې د کردستان د کارگر گوند فعالیت چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې د کردي سیمو آزادي غواړي، بند کړی دی.

د کردستان د کارگر گوند پر ضد بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې په انقره کې په یو بمي برید کې لږ تر لږه ٣٧ کسان ووژل شول او نژدې ١٢٠ تنه ټپیان شول.

تر اوسه هیڅ ډلې د انقرې د برید مسوًیت نه دی منلی او ترکي مقاماتو ویلي چې ددې بمي برید په هکله به خپلې پلټنې د دوشنبې تر ماښامه اعلان کړي.

د ترکیې پوځي ځواکونو د تیر کال د جولایی په میاست کې وروسته له هغې د کردستان د کارگر گوند پر مرچلو بریدونه پیل کړل چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان اعلان وکړ چې ددې ډلې د وروستي جنگیالي تر ماتولو پورې به جگړې ته دوام ورکړي.

د ترکیې په پایتخت انقره کې د یکشنبې د ورځې چاودنه په کیزیلی، څلور لارې کې وشوه چې د راکړې ورکړې لوی مرکز او همداشان بهرني سفارتونه او دولتي ودانۍ یې په گاوند کې موقعیت لري.

د امریکا متحده ایالاتو تیر ماښام په انقره کې له چاودنې څخه لږ وروسته دغه پیښه سخته وغندله د ترکیې سره یې د ترهگرۍ په ضد په گډې مبارزې ټینگار وکړ.

د ترکیې صدراعظم احمد داوود اوغلو ددې چاودنې وروسته بېړنۍ امنیتي غونډه جوړه کړه او د ترکیې جمهور رئیس ددې ډول بریدونو پر وړاندې د ترکیې پر تیارۍ ټینگار وکړ او ژمنه یې وکړه چې انقره د ترهگرۍ ضد جگړې په وړاندې جگړې ته مصمم دی.

ترکیه په څو تیرو میاشتو کې د څو امنیتي پیښو او په ځانگړې توگه د بمي بریدونو شاهده وه. د ترکیې حکومت سوري جنگیالي چې د سخت دریځو کردي ډلو سره اړیکې لري په دې بریدونو ملامتوي.

ترکیې د دریو لسیزو راهیسې د کردستان د کارگر گوند فعالیت چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې د کردي سیمو آزادي غواړي، بند کړی دی او ددې گوند د پلویانو پر ضد جنگیږي.

تر دې مخکې د فبرورۍ په ۲۹ نېته په یو بل ځانمرګي موټر بمب برید کې، چې د پوځ د ګاډو پر کاروان وشو، ۲۹ تنه ووژل شول، د هغه برید مسولیت کردي بېلټونپالو ومانه.

XS
SM
MD
LG