د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پر پوځي رسم گذشت برید کې په لسگونو کسان وژل شوي


د ایران د اهواز ښار پر پوځي رسم گذشت برید
د ایران د اهواز ښار پر پوځي رسم گذشت برید

د ایران په اهواز ښار کې وسله والو کسانو پر یو پوځي پوځي رسم گذشت برید کړی چې د رپوټونو له مخې ٢٥ کسان په کې وژل شوي او څه دپاسه ٥٣ نور ټپیان شوي دي.

د ایران د خوزستان ولایت د اهواز ښار ددغه برید مسولیت د داعش ډلې منلی دی. د ایران دولتي رسنۍ لا دمخه ویلي وو چې ښایي دا به د "اسلامي دولت" د ډلې کار وي.

خو د ایران د پوځ یو ویاند ابوالفضل شکرچي ویلي چې د اهواز پر پوځي رسم گذشت باندې بریدگر د دوو عربي هیوادونو له خوا روزل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو او اسرائیل سره ارتباط لري.

ښاغلي شکرچي همداشان ویلي دي چې "دغه ترهگر د داعش ډلې او یا نورو ډلو پورې مربوط نه وو چې د اسلامي سیستم پر وړاندې جنگیږي، بلکه هغوی د امریکا او موساد [د اسرائیل استخباراتي سازمان] پورې مربوط وو."

له برید نه څو شیبې وروسته ایراني مقامات د ساحې نه د تیښتې هڅه کوي. چپ اړخ ته ناست روحاني محمد علي موسوي جزایري دی چې د خامنه یي استازی دی
له برید نه څو شیبې وروسته ایراني مقامات د ساحې نه د تیښتې هڅه کوي. چپ اړخ ته ناست روحاني محمد علي موسوي جزایري دی چې د خامنه یي استازی دی

​ایراني چارواکو ویلي دي چې دوه بریدگر د امنیتي قواو له لورې وژل شوي دي، خو نورو چارواکو ویلي دي چې دوه تنه ددې پیښې په تړاو نیول شوي هم دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا رپوټ ورکړی چې د وژل شویو کسانو نیمایي برخه د ایران د سپاه پاسداران له قواو څخه دي. دا د ایران په سپاه پاسداران باندې تر ټولو ستر برید گڼل کیږي.

د رویترز اژانس د ایراني مقاماتو له خولې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي دي چې یو شمیر ښځې او ماشومان چې ددغه رسم گذشت لیدلو ته راغلي وو هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي.

د سپاه پاسداران لوړپوړو مقاماتو ویلي چې پر دوی باندې برید ښیي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش وسله وال لا هم په عراق او سوریه کې فعال دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي دي چې سیمه ییزې ډلې او د هغوی بهرني ملاتړي د اهواز د برید تر شا دي.

ښاغلي ظریف په یو ټویټري پیغام کې لیکلي "هغه ترهگر چې د بهرنیو رژیمونو له لورې گمارل کیږي، روزل کیږي، په وسلو سمبال او تمویلیږي، ددې حملې تر شا دي".

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، ددې پیښې په غبرگون کې دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې مسکو تیار دی چې د ترهگرو ډلو پر ضد خپلې هڅې گړندۍ کړي.

ددې پیښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې ندی منلی خو د ٢٠١٧ کال د جون په اومه وسله والو کسانو په تهران کې د ایران پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر مقبرې دوه ځانگړي بریدونه کړي وو چې هغه د سني سخت دریځو کار گڼل شوی و.

د شیعه مذهبو پر مشرۍ د ایران حکومت چې په پراخه توگه د عراق او سوریې په جگړو کې ښکیل دی د داعش ډلې پر ضد جنگیږي چې اکثریت یې سني مذهبه دي.

د امریکا د متحده ایالاتو په گډون غربي هیوادونه ایران پدې تورنوي چې د عراق، سوریې، یمن او لبنان په گډون په سیمه کې د شیعه سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG