د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د جګړو له امله تر شلو زیات ښوونځي بند دي


د کندز د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په ځینو ښوونځیو کې طالبان درسي نصاب هم کنټرولوي.
د کندز د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په ځینو ښوونځیو کې طالبان درسي نصاب هم کنټرولوي.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي چې په دغه ولایت کې د جګړو له امله تر شلو زیات ښوونځي تړلي دي،چې له دغه شمیر سربیره په دغه ولایت کې یو شمیرنور ښوونځي تر امنیتي ګواښونو لاندې دي.

ښاغلي ولي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبان په یو شمیر ښوونځیو کې په خپله خوښه نصاب هم تدریسوي.

د کندز د ولایتي شورا غړي وویل، چې د ښوونځیو د پیل کیدو په لومړیو ورځو کې باید د امنیې مسولین د خلکو لپاره ډاډمن امنیت رامنځ ته کړي ځکه خلک اولادونه ښوونځیو ته په شوق سره لیږي خو له دې ویره لري چې اولادونه به یې وتښتول شي .

ښاغلي ولي وویل " د امنیې قوماندان تر اوسه په سمه توګه د کندز امنیت نه دی ټینګ کړی، خلک د خپلو اولادونه د تښتونې او نورو جنايي جرمونو نه ویره لري، د زده کوونکیو مشران په دې مطمین نه دي چې د ښوونځي ماحول به یې امن وي".

هغه زیاتوي چې تعلیمي کال پيل شوی باید د هغو ښوونځیو د د خلاصیدو لپاره جدي کار وشي چې دروازې یې د زده کوونکیو پر مخ بندې دي او یا د جګړو په سیمه کې تر تهدید لاندې دي، هغه وايي چې د یو شمیر ښوونځیو په نصاب کې وسله وال طالبان لاسوهنه کوي.

ښاغلي امرالدین ولي وویل " د کندوز په شاو خوا سیمو کې کیدای شي له شلو زیات ښوونځي بند وي او هغه ښوونځي چې د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې دي ستونزې لري او که خلاص وي په نصاب کې یې د طالبانو له خوا لاسوهنه کیږي".

هغه زیاتوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې تر شپږم لوړو ټولګیو ته نجونې نه پریږدي چې د زده کړو لپاره لاړې شي.

د کنوز د معارف رئیس رستم احمدي وايي چې کندز کې تړلي ښوونځي نشته خو طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم حق نه ورکوي، او د جګړو په سیمه کې موجود ښوونځي یې نورو سیمو ته انتقال کړي دي.

ښاغلي احمدي وویل چې دوي په کندز کې د ښځینه ښوونکیو له کمبود سره مخ دي او په کلیو کې د ښځینه ښوونکیو پیدا کول ګران دي ځکه چې د کلیو خلک لوڼې ښوونځيو ته نه لیږي.

هغه زیاتوي چې سږ کال به تقریبا ۳۰زره تنه نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل شي، او یو شمیر هغه ښوونځي به ترمیم شي چې تر اوسه له ترمیم څخه پاتي دي.

احمدي وايي چې دوي به سږ کال ټولو ښوونځیو ته کتابونه او هغه قرطاسیه چې د یونیسف له خوا ورسره مرسته شوې په ښوونځیو کې زده کوونکیو ته ورکړي.

د معارف رئیس وویل چې په کندز کې د ناامنیو په خاطر ۳۰۰۰ تنو زده کوونکیو سی پارچې اخیستي او نورو ولایتونو ته تللي دي.

هغه وویل چې ددغو زده کوونکیو کورنۍ یې یا شاو خوا ولایتونو او یا هم کابل ته کډه شوي دي.

د کندز والي اسدالله عمرخیل هم مطبوعاتو ته په لنډو خبرو کې وویل هغسې چې دوي غواړي د طالبانو د واک لاندې سیمو کې ماشومانو ته تدریس نه شي کیدای، او سږ کال به د کندوز خلک له دغه غمه بې غمه کړي، او په ټولو ښوونځیو کې به د زده کوونکیو ستونزې حل کړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG