د لاس رسي وړ اتصالات

د منظور پښتین د ټویټر اکاونټ بیرته فعال شو


منظور پښتین په یوې غونډه کې د گډون پر وخت
منظور پښتین په یوې غونډه کې د گډون پر وخت

ټویټر نن د سه شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې تحریک د مشر منظور پښتین اکاونټ بند کړی و خو د وروستیو رپوټونو له مخې د ښاغلي پښتین اکاونټ بیرته فعال شوی دی.

د ټویټر اکاونټ معمولا د هغه چا اکاونټ په موقتي ډول ځنډوي چې د ټویټر د ټاکل شویو قوانینو نه سرغړونه وکړي او یو څوک د ټویټر پام دغه سرغونو ته راواړوي.

د پښتین اکاونټ په داسې وخت کې بند شویدی چې په پاکستان کې مطبوعات اجازه نلري چې د پښتون تحریک په اړه خپرونې وکړي.

د پښتون تحریک مشر د خپل ټویټر اکاونټ د بندیدو خبر په خپل فیس بک شریک کړی و. هغه لیکلي و چې "زما ټویټر کار نه کوي."

په ټولنیزو رسنیو د منظور پښتین د دغه اعلان نه وورسته د هغه ملاتړو د ټویټر دغه اقدام غندلی دی او غوښتنه یې کړیده چې دغې مسلې ته دې جدي پاملرنه وشي ځکه چې د منظور پښتین تحریک زیاتره په ټولنیزو رسنیو متکي دی.

د تحریک مشر محسن داوړ د ټویټر مشر "جیک" هم په خپل ټویټ کې ټگ کړیدی او لیکلي یې دي چې د منظور پښتین اکاونټ دې بیرته خلاص شي.

د ټولنیزو رسنیو یوه فعاله او لیکواله رابعه محمود لیکي

"ټویټر باید د مختلفو ملکو په سیاسيت ځان پوهه کړي. د ټویټر له اړخه د منظور پښتین د اکاونټ ځنډول په اصل کې د پاکستان د حکومت د بیان د ازادۍ د ځبلو سره سمون خوري. دا د بشري حقونو سرغونه ده."

د رابعه محمود پشان د بشري حقونو په لسگونو فعالینو د ښاغلي پښتین د ټویټر اکاونټ ځنډول د بشري حقونو سرغړونه بللې ده او غوښتي یې دي چې د هغه اکاونټ دې بیرته خلاص شي.

منظور پښتین چې خپلو پلویانو ته پیغامونه د ټویټر او فیس بک د لارې رسوي، د څو میاشتو راهیسې یې د پښتنو د حقونو لپاره د احتجاجونو له کبله د نړۍ پام ځان ته اړولی دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG