د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د اوکراین په جګړه کې دوه امریکایان وژل شوي 


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمری لومړۍ نیټه) وویل چې دوه امریکایان د اوکراین په دونباس سیمه کې وژل شوي دي.

ددغو امریکایانو د وژل کیدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې روسي ځواکونو پر اوکراین له برید څخه څو میاشتې وروسته، یوځل بیا د هغه هیواد په ختیځ کې د دونباس پر سیمې بریدونه زیات کړي دي.

اوکراین د نړیوالو داوطلبانو لپاره چې بیلابیلې پخوانۍ نظامي زده کړي ولري یوه ډله جوړ کړی دی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا نده تائید کړې چې آیا دغه دوه امریکایان اوکراین ته د جګړې په هدف تللي وو که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:" موږ کولی شو د اوکراین د دونباس په سیمه کې د وروستیو دوو امریکایانو وژنه تائید کړو. موږ د هغوی له کورنیو سره په تماس کې یو او ټول ممکنه قونسلي خدمات مهیا کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې" په دې سخت وخت کې کورنیو ته په درناوي سره" په دې اړه ډیر معلومات نلري.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن او د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې امریکایي اتباعو ته د اوکراین د سفر او په جګړه کې د برخې اخیستنې په اړه خبرداری ورکړیدی.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي، ډیر شمیر هغه بهرني جنګیالي چې د جګړې لومړیو کرښو ته استول شوي، د یو شمیر کسانو د وژل کیدو، نیول کیدو او تري تم کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین په جګړه کې چې د روان کال د فبروري په ۲۴ نیټه پیل شوې، حد اقل د دوو نورو امریکایي اتباعو د وژل کیدو پخلی هم شوی دی.

مسکو ویلي دوه نور امریکایان چې دواړه پخواني پوځیان دي او د جون په میاشت کې د اوکراین په ختیځ کې نیول شوي، کیدای شي د اعدام له سزا سره مخ شي.

دوه بریټانویان او یو مراکشي چې په جګړو کې نیول شوي د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له ملاتړ څخه د برخمنې دونتڅک د چارواکو له خوا د مرګ په سزا محکوم شوي دي.

XS
SM
MD
LG