د لاس رسي وړ اتصالات

فیض آباد ښار کې چاودنه؛ د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان په ګډون درې تنه ووژل شول


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په بدخشان ولایت کې د موټر بم چاودنې له امله د دغه ولایت د امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور امریکاغږ ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه نن دوشنبه سهار ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ له ودانۍ سره نژدې په یو «تیز رفتاره» موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدنکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د دغه چاودنې په تور څلور تنه مشکوک کسان نیول شوي او څېړنې ورڅخه پیل شوي دي.

تر دې مخکې په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو په فیض اباد ښار کې د دوو چاودنو رامنځته کېدو خبر ورکړی و.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي نن دوشنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنې نن سهار د فیض اباد ښار په دوو سیمو کې رامنځته شوي چې په خبره یې مرګ ژوبله هم لري.

هغه وویل چې لومړۍ چاودنه د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته نژدې رامنځته شوې چې مرګ ژوبله هم لري او دوهمه چاودنه په مرکز فیض اباد کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې مرګ ژوبله نلري.

پر همدې مهال د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» ویاند صبغت الله احمدي ادعا کړې ده چې په دغه چاودنه کې چې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابوعمر په کې وژل شوی او یو شمېر نور طالب سرتیري ټپیان شوي دي په بدخشان ولایت کې د طالبانو تر منځ د داخلي اختلافاتو له امله رامنځته شوی ده. خو طالب چارواکو تر دا مهاله د «مقاومت جبهې» د ویاند ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

تر دا مهاله په بدخشان ولایت کې د نننیو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان تر خپل حاکمیت وروسته د بشپړه امنیت رامنځته کېدو ادعا کوي، خو په تیرو ۱۴ میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مرګونې چاودنې رامنځته شوي چې د ځینو د مسؤلیت ادعا د داعش ـ خراسان څانګې کړې ده.

XS
SM
MD
LG