د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ونزویلا څخه خپل ټول دپلوماتان وباسي


په ونزویلا کې د امریکا سفارت
په ونزویلا کې د امریکا سفارت

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په روانه اونۍ کې د امریکا ټول دپلوماتان له ونزویلا نه وباسي.

امریکایي مقاماتو ویلي چې ددغه اقدام دلیل په ونزویلا کې د وضعیت خرابیدل دي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د روان کال په جنورۍ کې د امریکایي دپلوماتانو ټولې کورنۍ له ونزویلا څخه وویستلې او په هغه هیواد کې یې د امریکا د سفارت د کارکوونکو شمیر هم راکم کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ونزویلا نه د امریکایي دپلوماتانو وتل پدې هیواد کې د وضعیت د لاخرابیدو ښکارندوي کوي او په ونزویلا کې د امریکا دپلوماتیک شتون د امریکا د سیاستونو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي وو.

د امریکا متحده ایالات د ونزویلا د پارلمان رئیس هوان گوایدو، ددې هیواد د موقت جمهور رئیس په توگه په رسمیت پیژندلی پداسې حال کې چې روسیه او چین لا هم د هغه هیواد د برحال جمهور رئیس نیکولاس مادورو، ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG