د لاس رسي وړ اتصالات

اماراتو په تنباکو او انرژي‌ لرونکو مشروباتو د ګناه مالیه ولګوله


متحدو عربو اماراتو له تنباکو،‌ انرژي لرونکو او غیر الکولي‌ مشروباتو څخه د ‘ ګناه’د ماليې ټولول پیل کړل.

پر دغو تولیداتو مالیه د یکشنبې له ورځې پیل شوه، چې انرژي‌ لرونکي مشروبات او تنباکو څخه ۱۰۰ فیصده او غیر الکولي مشروباتو څخه ۵۰ فیصده ما اخیستل کیږي.

تر دغه اعلان یوه ورځ مخکې هټیوالو او کاروباریانو هڅه کوله چې دا تولیدات زیرمه کړي چې له مالیې څخه بچ شي.

اسوشیتډ پرس وايي‌دا نوې مالیه داسې مهال اخیستل کیږی چې متحده عربي‌ امارات او د تیلو له پلوه د خلیج نور شتمن هېوادونه په نړیوال مارکیټ کې د تیلو د ټیټې بیې له ستونزو سره مخامخ دي.

متحده عرب امارات به د جنورۍ په میاشت کې په ځینو نور مشخصو توکو هم پنځه فیصده مالیه لګوي.

د خلیج د همکاریو د شورا شپږو هېوادونو پرېکړه کړې چې له دغو توکیو به مالیه اخیستل پیلوي، په داسې حال کې چې د خلیج ځینو نور هېوادونه شاید له جنورۍ وروسته دا کار پیل کړي.

د خلیج د همکاریو په شورا کې بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي‌عربتسان او متحده عرب امارات شامل دي.

XS
SM
MD
LG