د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربي امارات پر افغانستان کنفرانس جوړوي- ارګ


افغان حکومت وايي، چې متحده عربي امارات به ډیر ژر له افغانستان سره د مرستې په اړه د یو ستر کنفرانس کوربتوب وکړي.

له جمهوري ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د یکشنبې په ورځ د ملي شورا له اداري پلاوي او غړو سره په ارګ کې لیدنه کړې او د خپلو وروستیو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړي دي.

ښاغلي غني ویلي "متحده عربي امارات به ډېر ژر له افغانستان سره د مرستېپه اړه د ستر کنفرانس کوربه شي او موږ په ګډه د چمتووالي لپاره کار کوو".

په بیان کې ویل شوي، چې په دغه کنفرانس کې به د اماراتو د پراختیايي صندوق له لارې، د افغانستان د پروژو ملاتړ، پانګونې، بازارموندنې او کار موندنې په اړه بحث وشي.

افغان ولسمشر دغه راز ویلي، چې متحده عربي امارات د لومړي عربي هیواد په توګه د افغانستان له هوايي قواو سره مرستې ته چمتوالی ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دغه هیواد به د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

ولسمشر غني دغه راز ویلي، چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره د اقتصادي مسایلو لکه د بازار موندنه، کرنیزې پراختیا او نورو برخو کې د سترو اقتصادي طرحو د ترتیب او تنظیم لپاره، یو ځانګړی ټیم جوړ کړي.

ښاغلی غني د روان عیسوي کال د نومبر په اتمه د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا او امنیتي مسایلو پر سر د خبرو لپاره هغه هیواد ته تللی وو.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د ملي شورا له یو شمیر غړو سره په ارګ کې لیدنه کړې، چې ټاکل شوې نن ولسي جرګه د حکومت دولسو نوماند وزیرانو ته رایې ورکړي.

XS
SM
MD
LG