د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له بریتانیې څخه په لندن کې د قونسلي خدمتونو د پیلیدو غوښتنه کړې


افغانستان لپاره د بریتانیې نوی شارژدافیر د مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې کتلي
افغانستان لپاره د بریتانیې نوی شارژدافیر د مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې کتلي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان لپاره د بریتانیې د شارژدافیر سره په کتنه کې په برتانیا کې د میشتو افغانانو د قونسلي ستونزو د هوارولو لپاره په لندن کې د طالبانو له خوا د قونسلي خدمتونو د پیلیدو غوښتنه کړې ده.

دغه وزارت د چهارشنبې د ورځې ناوخته جولای پنځم (چنګاښ۱۴) په یوه خپره شوې اعلامیه کې، ویلي، چې مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې د رابرټ چارترټن دکسن، څخه غوښتي، چې بریتانیا دې د افغانستان واقعیتونه په نظر کې ونیسي او د طالبانو حکومت سره دې تعامل وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزیر په برتانیا کې د میشتو افغانانو د ستونزو د هواري او سالمو غوښتنو ته د لاسرسي په موخه هیله څرګنده کړه چې لندن کې قونسلي خدمات پیل شي تر څو افغانانو ته خپل حقه حقوق ورسیږي".

تراوسه د بریتانیا حکومت او پخپله افغانستان لپاره ددغه هیواد شارژدافیر ددغې کتنې او په کتنه کې د بحث شویو مسلو په اړه څه نه دي ویلي.

د بریتانیې د شارژدافیر رابرټ چارترټن دکسن، کابل ته د خپل روان سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت د سرپرست مولوي ندا محمد ندیم سره هم کتلي دي.

رابرټ چارترټن دکسن د روان کال په سر کې د پخواني شارژدافیر هوګو شارټر په ځای د افغانستان لپاره د برتانیې د نوي شارژدافیر په توګه د جولای په روانه میاشت کې خپل کار پیل کړی دی.

هغه ددې دمخه په بنګلدیش کې د برتانیې د عالي کمیشنر په توګه کار کړی دی.

په د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پای کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د نورو ډیرو لویدیځو هیوادونو او امریکا په څیر بریتانیا هم خپل سفارت د کابل څخه د قطر پایتخت دوحې ته انتقال کړی او له هغه ځایه د افغانستان چارې سمبالوي.

د بلې خوا د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر اژانس ویلي، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر "یوناما" د سیاسي څانګې مشر سکاټ سميت تیره ورځ کابل کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او کفیل د دفتر د عمومي رئیس مولوي ذاکر سره په کتنه کې هغه ته د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره د روان میلادي کال تر پایه د ملګرو ملتونو له خوا د یوې بلې غونډې د جوړیدو خبر ورکړی دی.

باختر اژانس ویلي، چې د "یوناما" دغه چارواکي ویلي، چې دغې غونډې ته به د طالبانو د حکومت استازي هم وبلل شي.

د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتیرش په بلنه افغانستان لپاره د شاوخوا شلو هیوادونو د استازو په ګډون په دوحه کې د طالبانو د استازو د ګډون پرته یو کنفرانس جوړ شوی و.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر"یوناما" لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG