د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا ۱۰۰۰ سرتیري د اوکراین د بشر دوستانه ملاتړ لپاره چمتو کړي


بریتانیا د چهار شنبې په ورځ فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) خپلو ۱۰۰۰ سرتیرو ته د تیارسي امر وکړ چې د اوکراین په وړاندې روسیې د هر ډول برید په صورت کې اوکراین ته بشري مرستې چمتو کړي.

د سرتیرو د تیارسي امر په داسې حال کې شوی دی چې ټاکل شویده د بریتانیا صدراعظم د پنجشنبې په ورځ فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) د ناټو او پولنډ له مشرانو سره وګوري.

جانسن به د بلجیم پلازمیې بروکسل او د پولنډ پلازمینې وارسا ته سفر وکړي چې د ناټو په اصولو د دردېدو په اړه بحث وکړي. د بریتانیا صدراعظم به همدارنګه د ناټو له مشرانو سره د اوکراین په اړه د خپل هیواد د ملاتړ د څرنګوالي په اړه خبري اتري وکړي.

بروکسل او وارسا ته د ښاغلي جانسن سفر په داسې حال کې کیږي چې روسیې د اوکراین پولې ته نږدې خپل څه باندې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي. هغه اقدام چې نه یوازې د لودیځ د اندیښنې وړ شوی بلکې امریکا هم ویلي دي چې هر شیبه امکان لري روسیه پر اوکراین برید وکړي، هغه تور چې د روسیې له خوا په کراتو رد شوی دی.

د بریټانیا د صدراعظم دغه سفر د اوکراین او روسیې ترمنځ د تاوتریخوالو د کمیدو په هدف د نړیوالې دیپلوماسۍ یوه برخه ده.

د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون د دوشنبې او سه شنبې په ورځو په ترتیب د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنکسي سره وکتل.

ټاکل شویده د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله کامله هریس هم راتلونکې اوونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د امریکا له متحدینو او شریکانو سره وګوري.

بلخوا په پام کې ده چې د بریټانیا دفاع او خارجه وزیران هم روانه اوونۍ په مسکو کې له خپلو روسیي سیالانو سره وګوري.

د بریټانیا صدراعظم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې بریټانیا د اروپا د امنیت په اړه ټینګ تعهد لري او ټینګار یې کړی دی غربي هیوادونه داسې اصول لري چې له مخې یې نشي کولی جوړجاړی وکړي.

د بریټانیا د صدراعظم دفتر د چهار شنبې په ورځ په اعلامیه کې ویلي دي چې پر اوکراین د روسیې هر ډول برید به د اروپايي هیوادونو پولو ته د اوکراین د خلکو د اجباري کډه کیدو لامل شي او د پولند او لیتوانیا په شان هیوادونه به متاثره شي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې جانسن به د ناټو له عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره هم وویني او په دې کتنه کې به د ناټو له شریکانو سره د بریټانیا د نظامي مرستو وړاندیز وکړي.

په دې وړاندیز کې به په استونیا کې د بریټانوي ځواکونو دوه برابره کیدل، د اروپا سهیل ته د ډیرو RAF جنګي الوتکو او د مدیترانې د سمندرګي ختیځ ته د جنګي بیړیو استول شامل وي.

XS
SM
MD
LG