د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: اوکراین ته بشپړې الوتکې نه بلکې پرزه جات ورکړل شوي 


دمتحدو ایالتونو دفاع وزارت پنټاګون د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) خپله هغه ادعا بیرته واخیسته چې ګواکې اوکراین ته یې ډیرې الوتکې ورکړي دي.

دغه وزارت وویل چې اوکراین ته یوازې پروزه جات ورکړل شوي څو له هغه هیواد سره مرسته وکړي چې له روسیې سره په جګړه کې ډیرې جت الوتکې ولري.

د پنټاګون ویاند جان کربي له خپلو هغو څرګندونو څخه چې د سه شنبې په ورځ یې کړي وې بیرته په شاه شو کوم چې ویلي وو اوکراین له یوه متحد هیواد څخه جت الوتکې ترلاسه کړي دي.

دفرانسې خبري آژانس لیکلي له دې مخکې داسې اوازې وې چې اوکراین ته د یوه متحد هیواد له خوا روسي میګ ۲۹ اس ډوله جت الوتکې وکرل شوي څو د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د هوایي پوځ‌ قابلیتونه لوړ کړي.

کربي خبریالانو ته وویل چې یوه متحد هیواد د کیف د دفاعي وړتیا د لوړیدو په هدف هغه هیواد سره د نظامي الوتکو وړاندیز کړی وو خو "هغوی د بل هیواد څخه بشپړې الوتکې ترلاسه کړي ندي."

د پنټاګون ویاند وویل:" اوکراینیانو د متحدو ایالتونو له خوا همغږي او په کافي‌ اندازه اضافه پروزه جات ترلاسه کړي دي کوم چې هغوی توانیدلي د دوو دریو اوونیو مخکې مودې په پرتله ډیرې جنګي الوتکې په عملیاتو کې داخلې کړي."

بلخوا یوه جګپوړي دفاعي امریکایي چارواکي ویلي دي چې د پرژه جاتو مهیا کیدل ددې لامل شوي چې اوکراین وکولای شي ۲۰ له کاره لویدلي جت الوتکې په فعاله توګه په جګړه کې داخلې کړي.

د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه کیف د ډیرو الوتکو غوښتنه کړېده ، په خاص ډول د میګ الوتکو چې پیلوټان یې د پرواز لپاره روزل شوي‌ دي.

د ناټو درې غړي هیوادونه پولنډ، بلغاریا او سلواکیا دا ډول جت الوتکې لري.

پولنډ څو اوونۍ وړاندې وویل که واشنګټن هغه هیواد ته اف ۱۶ جیت الوتکې ورکړي نو هغوی چمتو دی چې خپلې میګ ۲۹ اس ډوله الوتکې اوکراین ته ورکړي.

خو د ناټو متحدین دې مسلې سره په احتیاط چلند کوي او فکر کوي دې کار ته ممکن له مسکو سره په جګړه کې په مستقیم ډول د داخلیدو په سترګه وکتل شي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۰ په پنټاګون کې د پولند له ملي‌ دفاع وزیر ماریوس بلازیک سره د اوکراین په اړه خبري وکړې.

خو ددې جزیات ندي ورکړل شوي چې د هغوی په خبرو کې د الوتکو او یا هم د نورو وسلو په تړاو څه بحث شوي دي.

XS
SM
MD
LG