د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د خرسون ښار د بیرته نیولو عملیات پیل کړي- مقامات 


د اوکراین په خرسون ښار د روسي ځواکونو د بریدنو د ویجاړیو یوه څنډه
د اوکراین په خرسون ښار د روسي ځواکونو د بریدنو د ویجاړیو یوه څنډه

د اوکراین یوه سیمه ییز حکومتي چارواکي د دوشنبې په ورځ اګسټ ۲۹ (وږي ۷) وویل، اوکرایني ځواکونو د جنوبي ښار خرسون د بېرته نیولو لپاره چې روسي ځواکونو ولکه کړی، متقابل برید پیل کړی دی.

د سیمې د والي یو مرستیال او سلاکار سرګي خلان د اوکراین پریامي تلویزیوني چینل ته وویل: «نن د اشغال شوې خرسون په ټوله سیمه کې د دښمن پر پوستو د توپچي ځواک بریدونه وشول.»

هغه زیاته کړه چې "دا هغه اعلان دی چې موږ یې له پسرلي راهیسې په تمه یو -- دا د خرسون سیمې د بیرته نیولو پیل دی." روسي ځواکونو خرسون د مارچ په دریمه نیټه ونیو.

د فبرورۍ د میاشتې په ۲۴ پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل وروسته خرسون لومړنی لوی ښار و چې سقوط یې وکړ.

ښاغلي خلان وویل چې اوکرایني پوځیان اوس په جنوبي جبهه کې "د پرمختګ" په حال کې دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې په وروستیو اونیو کې په سیمه کې په څو بریدونو کې پلونه په نښه شوي، چې د روسیې د پوځ لپاره لوژیستیکي خنډونه رامنځته کړي.

اوکرایني رسنیو تر دې مخکې د اوکراین په جنوب کې د پوځ د قوماندانۍ د ویاندې نتالیا ګومینیوک له خولې ویلي وو چې د کییف ځواکونه «له څو خواوو» څخه بریدونه کوي.

د اوکراین یوې پوځي ډلې "کاخووا" په فېسبوک کې ویلي چې دوی په سیمه کې روس پلوه بېلتون غوښتونکو جنګیالي لیدلي چې له خپلو پوستو څخه "په شا" کیدل.

فرانس پرس اژانس وایي د دغو ادعاوو څخه هیڅ یو په سمدستي توګه د خپلواکو سرچینو لخوا ندي تائید شوي.

خرسون ښار د خرسون د سیمې عمده ښار دی. دا سیمه د اوکراین د کرنې خورا مهمه سیمه ده او د کریمیه ټاپو وزمې ته چې روسیې په ۲۰۱۴ کې د خپلې خاورې سره یو ځای کړې نږدې پرته ده.

XS
SM
MD
LG