د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) ویلي چې د جګړې په هکله د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ له خبرو څخه د کیف ایستل به "ډیر خطرناک" وي او د اوربند پلان جوړیدو په هکله یې د واشنګټن او کیف تر منځ د لا ډېرو خبرو غوښتنه وکړله.
د زیلینسکي دې څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پرته له دې چې نور جزیات ورکړي ویلي وو چې امریکایي او روسي چارواکي وار د مخه په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو په هکله په خبرو اخته دي.
ټرمپ ویلي وو چې حکومت یې د روسیې سره "ډیرې جدي" خبرې کړي دي.
د اوکراین مشر وویل چې واشنګټن او کرملین ښایي خپلې اړیکې ولري خو د کیف ګډون څخه پرته د اوکراین جګړې په هکله خبرې به "ډیرې خطرناکې" وي.
تر دې وړاندې د روسیې مشر ولادمیر پوتین هم ویلي وو چې هیواد یې ښایي د اوکراین سره د سولې خبرې وکړي خو جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یې "نامشروع" وباله او ویې ویل چې په مستقیمه توګه د هغه سره خبرې نه کوي.
پوتین د اوکراین مشر ته په خطاب کې وویل، "که د مذاکراتو او جوړجاړي پیدا کولو لپاره لیوالتیا وي، یو بل چا ته اجازه ورکړئ چې د خبرو اترو مشري وکړي. طبیعي خبر ده چې مونږ به د هغه څه لپاره کوښښ کوو چې زمونږ د ګټو سره برابر وي."
د اوکراین جمهور رئیس بیا د ښاغلي پوتین څرګندونو ته په غبرګون کې ولیکل چې لا هم د دواړو هیوادونو تر منځ د "ریښتینې سولې" فرصت شته دی خو زیاته یې کړه چې د روسیې مشر د جګړې اوږدول غواړي.
زیلینسکي د ایکس په شبکې کې لیکلي، "پوتین یو ځل بیا تائید کړه چې د مذاکراتو او ځواکمنو مشرانو څخه ډاریږي او د جګړې اوږدولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي."
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له کومې ورځې راهیسې چې د دویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته تللی، د اوکراین او روسیې له مشرانو یې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د جنوري میاشتې په ۲۴ مه د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ "ځیرک رهبر" وباله او وې ویل چې چمتو دی د اوکراین په هکله ورسره خبرې وکړي.
ښاغلي پوتین پرته لدې چې نور جزییات ورکړي، دا یې هم ویلي چې ټرمپ ښایي په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل مخه نیولې وی.
فورم \ دبحث خونه