د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د اوکراین د استازو پرته له روسیې سره مذاکرات نتیجه نه ورکوي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ، جنوري ۲۵ ( سلواغې شپږمه) وویل چې نړیوال متحدین یې باید له روسیې سره د سولې د مذاکراتو لپاره یو چوکاټ جوړ کړي او کیف باید په دغو مذاکراتو کې بریالی رول ولري.

زیلینسکي وویل:‌ "زه درک کوم چې کیدای شي مذاکرات په متفاوتو چوکاټونو کې وي...فکر کوم چې نن باید ورباندې تمرکز وکړو." په ظاهره د اوکراین د ولسمشر اشاره له روسیې سره احتمالي مذاکراتو ته ده چې په سیمه کې د "عادلانه سولې" لامل شي.

ولسمشر زیلینسکي په یوې غبري غونډه کې زیاته کړه چې د اوکراین د استازو له حضور پرته به د سولې خبرې اترې "ریښتینې نتیجه" ورنکړي.

د اوکراین ولسمشر یوه ورځ وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې متحده ایالاتو د جمعې په ورځ، جنوري ۲۴ (سلواغې پنځم) له اسرائيل او مصر پرته خپلې ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو روبیو په یو لیک کې د دغه وزارت کارکوونکو ته سپارښتنه کړې:‌ "د تازه مرستو او یا د موجودو مرستو د تمدید لپاره باید هېڅ ډول نوې بودیجه ځانګړې نشي، مګر دا چې هره مرسته یا د تمدیدولو وړاندیز یې بررسي او تائيد شي."

دا فرمان د اوکراین په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متحده ایالاتو نظامي او پراختیایي مرستې اغیزمنوي.

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې برابرې کړې دي.

د اوکراین جمهور رئيس ولادیمیر زیلینسکي د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کار د پیلېدو په لومړۍ ورځ وویل:‌ ولسمشر ټرمپ تل قاطع دی او د ځواک له لارې د سولې پالیسي یې چې اعلان کړې داسې یو فرصت برابروي ترڅو د امریکا رهبري پیاوړې شي او عادلانه او اوږدمهاله سوله چې اصلي لومړیتوب دی ترلاسه شي."

ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال او د ۲۰۲۴ کال د نومبر پنځمې انتخاباتو وروسته په وار وار ویلي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جنګ په چټکۍ سره پای ته رسولی شي. خو تر اوسه یې په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي.

ټرمپ تمه لري چې په کراره او چټکه توګه په اوکراین کې جنګ پای ته ورسوي. ښايي په دې اقدام کې کیف د یو داسې توافق منلو ته اړ کړای شي چې د مسکو په ګټه وي.

وروسته له هغې چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین باندې خپل پوځي یرغل پیل کړ، متحده ایالاتو له کیف سره لسګونه میلیارد ډالره پوځي مرسته کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د لویدیځو هېوادونو له مرستو پرته به د روسیې په وړاندې جنګ وبایلي.

زیلینسکي ټینګار کړی چې ټرمپ دې د "ځواک له لارې سولې" په اړه د هغه له وړاندیز څخه ملاتړ وکړي. د اوکراین ولسمشر دغه راز د جنګ د پای ته رسولو لپاره د هر ډول توافق د یوې برخې په توګه د لویدیځ له لوري د مشخص امنیتي تضمین د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG