د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین وايي کریمیا کې یې یوه روسي پوځي بیړۍ 'ویجاړه' کړې


د کریمیا ټاپووزمه په تور سمندرګي کې د روسیې د بیړیو تمځای دی او د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ ده.
د کریمیا ټاپووزمه په تور سمندرګي کې د روسیې د بیړیو تمځای دی او د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ ده.

اوکراین د پنجشنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) وویل چې د کریمیا ټاپو وزمې ته څېرمه په تور سمندرګي کې یې د روسیې یوه جنګي بېړۍ ویجاړه کړې ده.

کریمیا، چې په ۲۰۱۴ کې مسکو د خپلې خاورې ضمیمه کړه، په تور سمندرګي کې د روسیې د بیړیو تمځای دی، او په دې وروستیو کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ ده چې روسیه یې د دفاعي حالت غوره کولو ته اړ کړې ده.

د اوکراین د پوځي استخباراتو ادارې په یو بیان کې ویلي چې د شپې مهال یې "د دښمن یوه د توغندیو واروونکې بیړۍ ویجاړه کړې ده." روسیې سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اوکراین استخباراتي ادارې ددې کښتۍ نوم "ایوانووتس" ښودلی او ادعا یې کړې چې ۷۰ میلیونه ډالر ارزښت یې درلود.

دغې ادارې یوه ویډیو هم خپره کړې چې دغه ادعا شوی برید ښيي. په ویډیو کې یوه کوچنۍ کښتۍ د روسیې د پوځي بیړۍ خوا ته د حرکت په حال کې ښودل کیږي او یوه لویه چاودنه رامنځته کیږي. ورپسې دغه جنګي بیړۍ په ډوبیدو پیل کوي.

د فرانس پرس د خبر له مخې، دغه ویډیو او د اوکراین ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تائید کړې.

کیف وایي دا پېښه د کریمیا په لویدیځه څنډه کې د دونزلاو جهيل ته نږدې شوې ده. اوکراین دا ادعا هم کړې چې د برید وروسته د روسیې د لټون او ژغورنې عملیات "بریالي نه وو."

په داسې حال کې چې مسکو سمدستي څه نه دي ویلي، د روسیې د ټیلیګرام په یو حساب کې چې د اردو سره تړلی ګڼل کیږي، ویل شوي چې اوکراین د شپې له خوا د نهو سمندري بې پیلوټه الوتکو سره په سیمه کې برید وکړ.

په بیان کې ویل شوي: "څلور یې د هغو روسي سرتیرو له خوا په نښه شوې چې د ډونزلاو په جهيل کې یې ګزمه کوله." په بیان کې زیاته شوې چې یوې کښتۍ ته "زیان" اوښتی دی.

روسیې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د تور سمندرګي او کریمیا په اوږدو کې یې ۲۰ اوکرایني توغندي له منځه وړي دي.

مسکو په ۲۰۱۴ کې کریمیا د خپلې خاورې ضمیمه کړه او د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې یې د کریمیا او څو نورو خواوو څخه پر اوکراین یرغل پیل کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG