د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د خوراکي موادو کاروان په نښه کړی


د اسرائیل له لوري د خوراکو موادو اېشتل شوی کاروان چې غزې ته د داخلېدو په انتظار و،
د اسرائیل له لوري د خوراکو موادو اېشتل شوی کاروان چې غزې ته د داخلېدو په انتظار و،

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې نن دوشنبه فبروري پنځمه (سلواغه ۱۶) وویل چې د اسرائیل بحري ځواکونو د غذايي موادو هغه کاروان په نښه کړی، چې د غزې شمال ته یې د داخلېدو انتظار کاوه.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر تام وایټ د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې په دې پېښې کې چاته د سر زیان نه دی رسېدلی.

د دغې ادارې د معلوماتو په اساس، د تېرو دوو ورځو په بریدونو کې حد اقل ۲۳۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره هڅه کوي چې غزې ته خوراکي مواد انتقال کړي، خو توانېدلې نه ده.

د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي دي چې له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم نه دي توانېدلي چې غزې ته خوراکي مواد انتقال کړي.

د فلسطین لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر متیو هولینګورت وویل: «موږ د جنورۍ په میاشت کې یوازې څلور کاروانونه، چې ۳۵ لارۍ کېږي، غزې ته انتقال کړل چې ۱۳۰زره خلکو ته کفایت کوي.»

نوموړي وویل چې دا غذا په غزې کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره کافي نه ده.

هولینګورت وویل چې د نا امنیو ترڅنګ، ویجاړۍ، د تالاشۍ پوستې او تړل شوي سړکونه هم د رفح له لارې غزې ته د خوراکي توکو د انتقال په مخکې خنډونه دي. په رفح کې هم میلیونونه اېسار خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د معلوماتو په اساس، د غزې د ۲.۳ نفوس ۷۵ سلنه بېځایه شوي او د خوراکي موادو له سخت کمي سره مخامخ دي، چې د دغې ادارې په وینا د دوی اکثریت ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG