د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ځپلیو غریبو هیوادونو سره د ۶.۷ میلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه


کرونا ویروس؛ بې وزلو هېوادونو سره د مرستو لپاره
کرونا ویروس؛ بې وزلو هېوادونو سره د مرستو لپاره

ملګرو ملتونو د نړۍ په هغو هیوادونو کې چې د کرونا ویروس ځپلي دي، د ناورین د مخنیوي په هدف ۶.۷میلیارده ډالر مرسته غوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بیړنيو حالتونو د برخې مشر امریکا غږ سره ددې تازه پلان جزیات شریک کړي او ویلي دي چې دا مرستې به په نهو نورو هیوادونو بینین، دیبوټي، لایبریا، موزمبیک، پاکستان، فلیپین، سیرالیون، توګو او زمبابوې کې ولګول شي.

دې سازمان د مارچ میاشتې راهیسې په بیوزلو هیوادونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو میلیارد ډالر راټول کړي دي.

د ملګرو ملتونو سکرټر جنرال انتونیو ګوټیرش وویل:" موږ ښه پیل کړی، اوس موږ باید دا ډیر کړو."

د ملګرو ملتونو پلان په افریقا او منځني ختیځ کې شاوخوا ۵۰ هیوادونو ته لومړیتوب ورکوي، خو نور هیوادونه لکه ونزویلا، هایټي او بنګله دیش چیرې چې د مهاجرو لوی شمیر پکې دی هم په پام کې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږی کوونکی لاکوک وايي، هغه مسایل یو شمیر هیوادونه له خطر سره مخ کوي دادی چې هغوی کمزوری روغتیايي سیستم لري او له همدې امله د کرونا په څیر ویروسونو سره د دوی د مقابلې وړتیا ډیره ټیټه ده او د دوی د هغوی نفوس دی.

د مرستې رسونې د بنسټونو نور مشران خبرداری ورکوي چې اوسمهال د بډای هیوادونو او افرادو مرستو ته ډیر ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG