د لاس رسي وړ اتصالات

د خاشقجي په وژلو د ریاض له اعتراف وروسته نړیوال غبرگونونه


د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې د واشنگټن پوست د خبریال جمال خاشقجي د وژلو په اړه د ریاض له اعتراف وروسته، پیښې پراخ غبرگونونه زیږولي دي.

سعودي عربستان چې په پیل کې یې په استانبول کې ددې هیواد په قونسلگرۍ کې د خاشقجي وژل کیدل ردول، بالاخره د شنبې د ورځې په سهار تائید کړل چې د ریاض دغه نتقد خبریال وروسته له هغې چې په قونسلگرۍ کې شخړه وکړه ووژل شو.

د سعودي عربستان استخباراتي مقاماتو ویلي چې ددې پیښې په اړوند ١٨ سعودي تورن کسان نیول شوي دي.

جمال خاشقجي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د عمدو انتقادکوونکو له ډلې څخه و د اکتوبر په دوهمه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته تللی و، خو دغه ځای ته له تللو وروسته بیا ندی لیدل شوی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، ویلي چې د خاشقجي د وژلو په ارتباط د عاملانو نیول "لومړی ښه گام" دی. خو د امیرما د کانگرس یو شمیر غړو ویلي چې د سعودي دغه ادعاوی د اعتبار وړ ندي او داسې طرحه شوي چې تر څو محمد بن سلمان پدې قضیه کې بې گناه ښکاره شي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خاشقجي وژل "ډارونکی عمل" دی او عاملان یې باید محاکمه شي.

له دې سره جوخت د بریتانیا مخالفو سیاسي گوندونو – د کارگر گوند او لیبرال دموکرات گوند – د هغه هیواد له حکومت نه غوښتي چې پر سعودي عربستان باندې د وسلې خرڅول تعلیق کړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي هم ویلي دي چې د "خاشقجي" د "تاوتریخوالي ډکې وژنې" په وجه "خورا خوابدی" شوی دی.

د ملگرو ملتونو د سازمان ویاند ستیفان دوجاریک، ویلي دي چې د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش، "د خاشقجي د مړینې د قضیې په اړه پر سمدستي، پراخو او شفافو پلټنو باندې په ټینگار د مسؤلو کسانو سره د حساب کتاب غوښتنه" کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د خاشقجي د قضیې په ارتباط د سعودي عربستان د پلټنو "ناپیلتوب" تر پوښتنې لاندې راغلی دی. دغه بشري سازمان ویلي چې "د ملگرو ملتونو له خوا د ناپیلو او خپلواکو پلټنو" غوښتنه یې کړې ده چې "ددغې پیښې څرنگوالی څرگند او عدالت پلی شي".

XS
SM
MD
LG