د لاس رسي وړ اتصالات

پوتزل د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته: د ښځو په تعلیم او کار بندیز لېرې کړئ 


د طالبانو د امر بالمعروف وزیر او د یوناما مرستیال مارکس پوتزل
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر او د یوناما مرستیال مارکس پوتزل

په افغانستان کې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف» له وزیر محمد خالد حنفي سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو په کار او تعلیم باندې د دغې ډلې لګول شوی بندیز لېرې کړي.

یوناما نن یکشنبه جنوري اتمه (مرغومې۱۸) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «په ښځو باندې د طالبانو تبعیضي بندیزونه» افغانانو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه نیولې ده چې د افغانستان اقتصاد ته به لوی ګوزار وي.

له خالد حنفي سره د مارکس پوتزل ملاقات ته په اشارې په ټویټر کې په خپور شوي بیان کې لیکل شوي دي: «د ملګرو ملتونو استازي د ښځو په تعلیم او په خیریه ادارو کې یې په کار د لګول شویو بندیزونو د ژر تر ژره لېرې کېدو غوښتنه وکړه.»

د یوناما مرستیال له تېرو څو ورځو راهېسې د طالبانو له مشرانو سره په ملاقاتونو بوخت دی. هغه تر دې مخکې د طالبانو د لوړ زده کړو له وزیر ندا محمد ندیم سره هم لیدلي او د ښځو په تعلیم یې د لګول شوي ‌بندیز ژر تر ژره لېرې کېدل غوښتي دي.

دا د نجونو په تعلیم باندې د بندیز له اعلان وروسته لومړی بهرنی دی چې له ندا محمد ندیم سره ګوري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ډسمبر په شلمه نېټه (لیندۍ۲۹) په افغانستان کې په «دولتي‌ او خصوصي» پوهنتونونو کې تر «امرثاني پورې» د نجونو تحصیلات وځنډول.

د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو د طالبانو دا پرېکړه وغندله.

طاللبانو له دغې پرېکړې څو ورځې وروسته یې په یوې بلې پرېکړې کې په افغانستان کې په نړیوالو سازمانونو کې یې هم د ښخو په کار بندیز ولګوه چې په غبرګون کې یې یو شمېر بهرنیو ادارو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول.

یوناما وايي چې مارکس پوتزل د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ته ویلي دي چې په ښځو باندې د نویو بندیزونو له کبله به افغانستان یو نوی بحران ته داخل شي چې ټول «افغانان به اغیزمن» شي.

سره له دې چې نړیوالې ټولنې د طالبانو دا پرېکړې غندلې او د بدلولو غوښتنې یې کړې دي، خو داسې ښکاري چې په دې اړه د طالبانو په دریځ کې کوم تغیر نه دی راغلی او طالب مقامات ټېنګار کوي ‌چې دا پرېکړې یې د «اسلامي اصولو او افغان فرهنګ» په اساس کړې دي.

XS
SM
MD
LG