د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري حقونه د پاشل کیدو په حال کې دي


ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو ځل بیا په افغانستان کې په بشري وضعیت باندې اندیښنه ښودلې او د طالبانو د حکومت له خوا یې پلې شوې پالیسۍ په بشري حقونو یو سیستماتیک برید ګڼلی دی.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ولکر ترک، د سه شنبې په ورځ سټمبر۱۲ (وږي ۲۱) د بشري حقونو شورا غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د پاشل کیدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دغه وضعیت د میلیونونو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په ژوند ناوړه اغیز کړی دی.

ښاغلي ترک وویل: "د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته د افغانستان قانوني او اداري چوکاټ د ژورو بدلونونو سره مخ شوی دی. د حکومت برحاله چارواکو ته ددې یادونه کوم، چې هغوی په افغانستان کې نړیوالو بشري وجایبو په برخه کې مسوولیت لري".

د ملګرو ملتونو ددغه چارواکي د وینا له مخې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې کومه نوې خبره نه ده خو زیاته یې کړې ده، چې د طالبانو له خوا پلې شوې پالیسۍ په بشري حقونو باندې یو سیستماتیک برید دی.

ښاغلي ترک وویل: "د افغان میرمنو او نجونو ټکان ورکوونکي ځپل ډیر زیات ظالمانه دي... محدودیتونه مخ په زیاتیدونکي ډول سخت کیږي چې د ښځو او نجونو ازادۍ له منځه وړي او عملآ هغوی د خپلو کورونو دننه دیوالو کې ایسار وي او ورکوي یې".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۴ غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوې ده. ددې غونډې په لومړۍ ورځ افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د طالبانو څخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پالیسۍ د بدلیدلو غوښتنه وکړه. ښاغلي بنیټ د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پالیسۍ د بدبختۍ ډکې پالیسۍ وګڼلې.

د ریچارد بنیټ د وینا له مخې په دې وروستیو کې یې چې د کومو افغانانو سره خبرې کړي هغوی دا ګڼله چې نړیوالې ټولنې ورسره جفا کړې ده.

ښاغلي بنیټ وویل: "د دوو کلنو وروسته دا پوښتنه د ډیرو په ژبه په ځانګړي ډول د هغو افغانانو، چې د اوسني وضعیت سره مخالف دي داده چې ددې پر ځای چې مخ په خرابیدو د روان وضعیت په غندنه اکتفا وشي، په ځانګړي ډول د نړیوالې ټولنې له خوا یو څه باید د وضعیت د بدلون لپاره ترسره شي، چې د یو محسوس بدلون سبب شي."

د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې د یو ډیر سخت بخران سره مخ دی. دغه سازمان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو سړغړونکو د کړنو په اړه د حساب ورکونې یو میکانیزم رامنځ ته کړي.

طالبانو حکومت تراوسه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار سازمان دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلې، خو دمخه ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوالو ادارو اکثره راپورونه د طالبانو د حکومت پر وړاندې پروپاګند بللی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG