د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان د سودان په مشرانو د نورو بندیزونو غوښتنه وکړله


 بشري حقونه وایي چې د دارفور په لویدیځ کې بسته کلي سوځول شویدي.
بشري حقونه وایي چې د دارفور په لویدیځ کې بسته کلي سوځول شویدي.

د بشري حقونو څار ادارې جمعه اګست ۴ (زمري۱۳) له ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو وغوښتل چې په سودان کې په هغو کسانو نور بندیزونه ولګوي چې د دارفور په سیمه کې یې ظلم کړی او د سیمې په خلکو د برید کولو ګواښونه لا پسې ډیر شوي.

د بشري حقونو دې معتبرې ادارې په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې واشنګټن باید مشخص بندیزونه وضع کړي تر څو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سودان کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره عمل وکړي او "هغوي چې په ظلم او ستم کې لاس لري، مسؤل" وبلل شي.

ټاکل شوې چې متحده ایالات دا ځل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه واخلي.

دې ادارې ویلي د سیمې د خلکو سره د خبرو او سټلایټ له لارې اخیستل شويو انځورونو کې ښودل کیږي چې یوازې د دارفور په لویدیځ کې اوه کلي او ښارګوټي په بشپړه توګه سوځول شوي.

د بشري حقونو د څار ادارې اجرائیوي مشرې تیرانان حسن ویلي، " پداسې حال کې چې د دارفور په لویدیځ کې یو کلی په بل پسې په بشپړه توګه سوځول کیږي، نړۍ باید چوپه پاتې نشي".

میرمن حسن همدرانګه ویلي چې د ظلمونو له کبله د سیمې لسګونه زره ملکیان اړ شوي چې ژوندي پاتې کیدو لپاره خپلې سیمې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

متحده ایالاتو د همدې روان ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې په سودان کې په څلورو مهمو شرکتونو بندیزونه ولګول چې مشران یې په جګړې کې ښکیل جنرالان دي او یا د هغوي پورې اړه لري.

واشنګټن همدرانګه د سودان د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملیشو په یو شمیر چارواکو او د عمر البشیر د حکومت پخوانیو مشرانو د ویزې ورکولو لپاره بندیزونه ولګول خو د امریکا حکومت په مشخصه توګه نه وي ویلي، چې دا بندیزونه یې په چا لګولي.

عمر بشیر چې تقریباً ۳۰ کاله یې په سودان کې مشري کړي، د جنایي جرمونو نړیواله محکمه کې د دارفور په جګړې کې د جنګي جنایاتو او ډله ایزې وژنې تورونو له کبله د تعقیب لاندې دی.

برتانیې، امریکا او ناروې هم تیره اوونۍ په یوې ګډې اعلامیې کې په دارفور کې د وینو تویدو د مخنیوي غوښتنه وکړله. دې درې واړو هیوادونو هلته تشدد وغانده او د قومیت پر اساس یې په پراخه توګه د خلکو وژل کیدل او جنسي تشدد د بندیدو غوښتنه وکړله چې د چټک ملاتړ ځواکونه او ملګرې ملیشې ډلې یې پرې تورنې دي.

د جنایي جرمونو په نړیوالې محکمې کې څارنوال کریم خان تیره میاشت د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي و چې غواړي په دارفور په سیمه کې د احتمالي جنایي او جنګي جرمونو په هکله پلټنې وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان هم تیره اوونۍ د سودان په جګړې کې په ښکیلو ډلو تور ولګاوه چې په قصدي توګه د ملکیانو وژلو او په ډله ایزه توګه جنسي تشدد په ګډون یې په پراخ جنګي جنایتونه کړي.

دې ادارې ویلي و چې د جنسي تشدد تقریباً ټول تورونه د چټک ملاتړ په ځواکونو او د دې ډلې سره ملګرو عربو ملیشو په غړیو باندې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو ۲۴ میرمنې او نجونې تښتولې وې چې د ځینو عمرونه یې ۱۲ کاله و. په راپور کې ویل شوي چې دې ملیشو دا میرمنې او نجونې د څو ورځو لپاره ساتلې وې او ګڼ شمیر غړیو یې په هغوي جنسي تیری کړی.

د سودان په تازه کورنۍ جګړې کې چې د اپریل په میاشت کې پیل شوې، څه باندې ۳ زره کسان وژل شوي او ۶ زره نور ټپي شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG