د لاس رسي وړ اتصالات

د تعلیمي پروژو د احتمالي سپارلو په اړه د یونیسف او طالبانو تر منځ خبرې 


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې یې د طالبانو له حکومت سره د ددغه ادارې د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو "د مهالویش او عملي اقداماتو" پر لارو چارو خبرې کړي دي.

یونیسف په ورته وخت کې ویلي چې تر هغه مهاله به یې ښوونیزو پروګرامونو (کلیوالي ښوونځي) دوام ولري.

په افغانستان کې د مرستندویه ټولنې مسوولین وايي چې، طالبانو نړیوالو موسسو ته ویلي چې نور نه شي کولای د پوهنې په پروژو کې برخه واخلي، هغه اقدام چې ملګرو ملتونو پرې نیوکه کړې، خو طالب چارواکو تر اوسه نه ده تائید کړې.

بلخوا یونیسف ویلي، پداسې حال کې د طالبانو له حکومت سره د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو پر سر خبرې روانې دي، چې د پوهنې وزارت څخه یې دا ډاډ ترلاسه کړی چې کلیوالي ښوونځي چې ۵۰۰ زره زده کوونکو پکې زده کړې کوي، به دوام مومي.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې ویاندې سمنتا مورت د رویټرز خبري آژانس ته وویل: "په افغانستان کې د پوهنې د سکټور د مخکښې ادارې په توګه، یونیسف د پوهنې له وزارت سره په رغنده خبرو اترو بوخت دی." د نوموړې په وینا، پداسې حال کې چې د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو "د مهالویش او عملي اقداماتو" پر لارو چارو خبرې روانې دي، د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر د ټولو کلیوالي ټولګیو دوام سره یې موافقه کړې ده.

هغې زیاته کړه وویل: "د دې لپاره چې د ماشومانو په زده کړه کې د هر راز خنډ او ځنډ مخه ونیول شي،‌ اړینه ده چې کورني غیر دولتي موسسو ته د هر راز رونیز پروګرامونو سپارل په سټراټیژیک ډول او د هغوی د هراړخیز ارزونې او د ظرفیت لوړولو ته په پاملرنې سره تر سره شي."

په دې اړه تر اوسه نه د طالبانو د حکومت ویاند کومه تبصره کړې او نه هم د پوهنې وزارت په رسمي توګه دغه پالیسي تائید کړې.

طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال کې یې بیا واک تر لاسه کړ، د اسلامي قوانینو په سخت تفسیر سره یې د نجونو لپاره یې ډېری منځني ښوونځي وتړل، پوهنتونونو ته یې د ښځینه زده کوونکو پر ورتګ بندیز ولګاوه او په ډېرو هغو افغانو مېرمنو یې بندیزونه ولګول چې د مرستندویه ډلو او ملګرو ملتونو لپاره یې کار کاوه.

همدا راز په روانه میاشت کې دوو مرستندویه سرچینو رویټرز ته وویل چې، مرستندویه موسسو ته ویل شوي چې د طالبانو ولایتي چارواکو نړیوالو سازمانونو ته لارښونه کړی چې په څو اونیو کې دي په تعلیمي پروژو له ښکلتیا څخه لاس واخلي.‌

د طالبانو د تازه ممکنه لارښونې سره سم ددې پروژو چارې به ملي مرستندویه ډلو ته وسپارل شي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یو ویاند وویل چې دا اقدام به "د شاتګ په لوري یو ډارونکی ګام" وي.

یونیسف د هغو ۱۵ محلي او ۱۲ نړیوالو موسسو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لیرې پرتو او بې وزلو سیمو کې شاوخوا ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي چلوي.

دا ښوونځي زیاتره په هغو سیمو کې دي چې رسمي ښوونځي نلري. ددې ښوونځیو له لارې افغان ښوونکي په عامه ودانیو او کورونو کې ماشومانو ته د افغانستان ملي نصاب تدریس کوي.

XS
SM
MD
LG