د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو روسیه د "شرم په نوملړ" کې شامله کړه


د اوکراین د خارتزیسک ښار په روزنتون کې اوکرایني ماشومان
د اوکراین د خارتزیسک ښار په روزنتون کې اوکرایني ماشومان

ملګرو ملتونو د اوکراین په جګړه کې د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې له امله د روسیې پوځ او مسکو پورې تړلي نیابتي جنګیالي ډلې د "شرم" په نوملړ کې شامل کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د امنیت شورا غړو ته په خپل کلني راپور کې ویلي چې هغه په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین کې "د ماشومانو پر وړاندې د لوړې کچې جدي سرغړونو" له امله سخت خواشینی شوی دی.

په دې راپور کې چې یوه کاپي یې د اسوشیتیدپرس خبري اژانس ته په لاس ورغلی دی، ګوتریش لیکلي: "پر ښوونځیو، روغتونونو او خلکو باندې چې باید له هغوي‌ څخه ساتنه وشي، د زیات شمېر بریدونو له امله او همداراز د ګڼ شمیر ماشومانو لپاره چې په جګړه کې د روسیې ځواکونو لخوا وژل شوي یا معیوب شوي دي او مسوولیت یې روسیه پورې تړلې وسله والو ډلو ته منسوب کیږي، هیښ شوې دی."

د دغه راپور له مخې تېر کال ۴۷۷ اوکرایني ماشومان وژل شوي دي. له دغې ډلې څخه د ۱۳۶ ماشومانو د وژل کېدو پړه روسي ځواکونو او مسکو پورې تړلو وسله والو ډلو او د ۸۰ تنو نور مسوولیت پر اوکرایني ځواکونو اچول شوې ده.

همداراز په دغه راپور کې ویل شوي، چې تېر کال د جګړې له امله ۹۰۹ اوکرایني ماشومان معیوب شوي او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي، چې د ۵۱۸ ماشومانو د معیوبیت مسوولیت روسي ځواکونه او روس پلوه وسله والې ډلې او د ۱۷۵ نورو ماشومانو د معلول کېدو پړه اوکرایني‌ ځواکونه اچول شوې ده.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ، د جون ۲۲مه (چنګاښ لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته وسپارل شوه، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ خپور شي.

د بشري حقونو د سازمانونو له پرله پسې غوښتنو سره سره، په دغه راپور کې اسرائیل د فلسطیني جنګیالیو پر وړاندې په جګړه کې له ماشومانو سره د ناوړه چال چلند له امله د "شرم" په نوملړ کې نه دی شامل شوی.

په دغه رپوټ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي دي چې د تیر کال په پرتله "د هغو ماشومانو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی چې د هوایي بمباریو په ګډون د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي."

ګوتریش وویل: "له دې سره سره، زه د هغو ماشومانو په اړه چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او همداراز د سرغړونکو سره د حساب کتاب د نشتوالي له امله ډير انديښمن یم."

XS
SM
MD
LG