د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: بغلان کې سیلابونو ۶۰ زره کسان ځپلي


د افغانستان یو شمیر شمالي او لویديځو ولایتونو کې د مۍ د لسمې نېټې سختو سیلابونو د سیمې اوسیدونکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول. په دغو ولایتونو کې ډیر ځاني او مالي زیان د بغلان او تخار کې خلکو ته رسیدلي دي.
د افغانستان یو شمیر شمالي او لویديځو ولایتونو کې د مۍ د لسمې نېټې سختو سیلابونو د سیمې اوسیدونکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول. په دغو ولایتونو کې ډیر ځاني او مالي زیان د بغلان او تخار کې خلکو ته رسیدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ویلي چې د بغلان ولایت په وروستیو سیلابونو کې سخت ځپل شوی او شپیته زره کسان په دغو سیلابونو کې زیانمن شوي دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ، مۍ ۲۰ ( غويي ۳۱مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دغه ولایت کې په وروستیو سیلابونو کې ۱۸۲ کسانو چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي:" د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت یو د هغو ولایتونو څخه دی چې وروستیو سیلابونو سخت ځپلی دی. ۶۰ زره کسان زیانمن شوي، ۱۸۲ کسانو چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي ژوند له لاسه ورکړی دی. د ملګرو ملتونو ټیمونه سیلاب ځپلو ته په بیړني ډول مرستې چمتو کوي."

د افغانستان یو شمیر شمالي او لویديځو ولایتونو کې د مۍ د لسمې نېټې سختو سیلابونو د سیمې اوسیدونکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول. په دغو ولایتونو کې ډیر ځاني او مالي زیان د بغلان او تخار کې خلکو ته رسیدلي دي.

د بغلان ولایت د برکه، مرکزي بغلان، نهرین او دغه ولایت د مرکز پلخمري ځینې برخې په سیلابونو کې تر اوبو لاندې شوې چې له امله یې د ۱۸۰ په شاوخوا کې کسان مړه شو او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شو. همداشان د تخار ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې هم شل تنه په وروستیو سیلابونو کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د افغانستان شمال ختیځ کې په وروستیو سیلابونو کې خلکو ته د اوښتي زیان په اړه یو راپور کې ویلي چې دغې طبیعي پېښې په نامناسب ډول ښځې او ماشومان اغیزمن کړي، ځکه چې د اورښت پر مهال هغوی خپلو کورونو کې وو، په داسې حال کې چې سړیو جوماتونو او نورو عمومي ودانیو ته پناه وړې وه.

په دې راپور کې په بیړني ډول د تروما (ټکان خوړل) په برخه کې روغتیايي خدمتونو، سرپناه، مالي او نغدې مرستې، خوراکي توکي او د حفظ الصحې د اسانتیاو برابرول د سیلاب ځپلو د اساسي اړتیاو په توګه په ګوته شوي دي.

د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې ددغو سیلابونو یوه اونۍ وروسته د تیرې جمعې په ورځ (مۍ ۱۷مه) د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو فاریاب، غور او بادغیس کې هم سیلابونو خلکو ته پراخه ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ رئیس عصمت الله مرادي رسنیو ته ویلي چې د جمعې او شنبې د ورځو په سیلابونو کې د دغه ولایت په پنځه ولسوالیو بل چراغ، پشتونکوټ، خیبر، قیصار او المار ولسوالیو کې خلکو ته د سر او مال زیات زیان رسیدلی دی.

عصمت الله مرادي ویلي چې په دغو سیلابونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۶۶ پورې کسان مړه شوي او یو شمیر نور ټپیان او لادرکه شوي دي.

همداشان د غور ولایتي چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه په ګډون د دولتیار، شهرک،‌ تولک، دولینه،‌ مرغاب او لعل سرجنګل ولسوالیو کې هم د تیرې جمعې د ورځې په سیلابونو کې له ۵۰ کسانو څخه زیات مړه شوي او لسګونه نور ټپیان او یا هم لا درکه شوي دي.

د بادغیس په ولایت کې هم د سیلابونو د راوتلو خبرونه ورکړل شوي، خوتراوسه په دغو سیلابونو کې د پیښ شویو مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

افغانستان کې په دې وروستیو کلنو کې د سختو بارانونو اورښت او د سختو سیلابونو د وتلو له امله ځاني تلفات او خلکو ته مالي زیانونه ډیر اوړیدلي دي.

ملګرو ملتونو ددغو سیلابونو د راوتلو یوعلت چې د سخت اورښت د وریدلو وروسته راوتلي پر افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله بللی او ویلي دي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره په داسې حال کې چې پر وړاندې یې هیڅ چمتوالی نلري، مخامخ دی.

د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره دې دغه حکومت سره د لنډې او اوږدې مودې د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG