د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: د امنیت شورا د روهینګیایي مسلمانانو په حالت سترګې پټوي


د امنیت شوار غړیو په برما کې د کړکیچ په هکله د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې.
د امنیت شوار غړیو په برما کې د کړکیچ په هکله د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې وایي د ملګرو ملتونو د امنیت شوار په برما کې د روهینګیایي مسلمانانو په زور ایستلو سترګې پټوي.

د بشري حقونو د څارې ادارې او د بښنې نړیوالې مؤسسې د سه شنبې په ورځ د امنیت په شورا تور ولګاوه چې په برما کې یې د روهینګیایي مسلمانانو په زور د خپلو سیمو نه په ایستلو سترګې پټې کړیدي.

دغو ادارو د سه شنبې په ورځ دا تور پداسې حال کې ولګاوه چې د امنیت شوار غړیو په برما کې د کړکیچ په هکله د تړلو دروازو تر شا غونډه درلوده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار د ادارې مشر لیوس چاربونیو په خبري کنفرانس کې وویل چې "په برما کې خلک وژل کیږي او کورونه یې سوځول کیږي."ښاغلي چاربونیو په برما کې د روهینګایي مسلمانانو وضعیت د "نړیوالې سولې او امنیت کړکیچ"وګاڼه.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي همدارنګه وویل چې د برما د رخاین په ایالت کې د مسلمانانو سره د تشدد په هکله په کار و چې د امنیت شورا د مخکې نه خبره وه. هغه وایي چې تیر کال هم یو څه اندازه ظلم هلته شوی و، کلیو ته اور اچول شوی و، خلک وژل شوي و خو وایي چې اوس د پخوا په پرتله څو چنده زور زیاتی شوی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې پدې تیرو شاوخو دریو اونیو کې چې د روهینګیایي مسلمانانو په سره تشدد پیل شوی، تر اوسه درې سوه او اویا زره یې بنګلادیش ته کډه کیدو ته مجبوره شوي. دغه اداره وایي چې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ویشت زره روهینګایي مسلمانان د برما نه بنګلادیش ته کډه کوي.

XS
SM
MD
LG