د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا غړو د اوکراین په اړه د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې


دیپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هیوادونو متحدو ایالتونو، بریټانیا، فرانسې، البانیا، ناروې او ایرلند په اوکراین کې د بشري وضعیت د خرابیدو له امله د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړېده.

په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دیپلوماتیک ماموریت د چهار شنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه ولیکل "روسیه په جنګي جنایاتو لاس پوري کوي او پر ملکي افرادو بریدونه کوي."

دغه ماموریت زیاته کړې ده چې د اوکراین په وړاندې د روسیې ناقانونه جګړه ټولو ته تهدید ګڼل کیږي.

د ورځي په لومړي ساعتونو کې روسیې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک په اړه چې په اوکراین کې د بشري وضعیت په اړه طرحه شوی ، د رای ګیري د ځندیدو غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې وه رای ګیري نن چهار شنبې وشي خو وروسته بیا د مارچ ۱۷ یعني پنجشنبې او اوس د جمعې سهار ته پلان شوې ده. دا طرحه هغه مهال فسخه کیدای شي چې د روسیې د متحدینو ملاتړ ترلاسه نکړي.

یوې بلې دیپلوماتیکې سرچینې ویلي بحثونه اوس په دې روان دي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي ته د ملګرو ملتونو په عمومي مجموعه کې د خبرو اجازه ورکړل شي.

فرانسې او مکسیکو چې په اوکراین کې د "خصومتونو د دریدو" د پریکړه لیک طرحه ترتیب کړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د طرحې د متن له سپارلو ډډه کړې ځکه روسیه په مارچ میاشت کې د امنیت شورا دوره یي مشري پر غاړه لري او کولی دا طرحه ویتو یې کړي.

اما دغه دوه هیوادونه غواړي چې دا طرحه د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې ته وړاندې کړي چیرې کې هیڅ هیواد یې یوازې مخه نشي نیولی.

د فبروري په ۲۵ نیټه پر اوکراین د روسیې له برید یوه ورځ وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړو هیوادونو له ډلې ۱۱ د برید د غندلو متن ته مثبته رایه ورکړه خو روسیې ویتو کړ.

د مارچ په دویمه نیټه د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې د روسیې د یرغل د غندلو پریکړه لیک په پراخ ډول تصویب کړ. دغه پریکړه لیک ۱۴۱ مثبتې، پنځه منفي او ۳۵ ممتنع رایې ترلاسه کړې.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د چهار شنبې په ورځ مارچ ۱۶ د روسیې جمهور رئیس د "جنګي مجرم" په توګه وغانده. بلخوا د جرایمو نړیوالې محکمې هم حکم وکړ چې روسیه دې پر اوکراین خپل نظامي عملیات ودروي.

XS
SM
MD
LG